close

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سیلابونو ۴۵ ښوونځي زیانمن کړي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او دولس ولسوالیو کې د تېرې اوونۍ بارانونو او سیلابونو ۴۵ ښوونځي زیانمن کړي دي.

د ننګرهار پوهنې ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي حبیب حضرت حقاني وایي، چې د ورښتونو او سیلابونو له کبله د زیات شمیر ښوونځیو دېوالونه چپه شوي، د ځینو یې د درسي ټولګیو چتونه نسکور شوي او ګڼ نور یې د امکاناتو نشتون له امله په راتلوونکي کې د ورته ګواښ سره مخ دي.

نوموړی وايي، پوهنې ریاست د دې ښوونځیو د بیا رغونې لپاره اوس مهال بودیجه نه لري او له مرستندویه ادارو او دغه راز له نړیوالو موسېسو په یاده برخه کې د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي.

حقاني وویل: «زمونږ د معلوماتو له مخې د ننګرهار مرکز او ١٢ ولسوالیو کې ۴۵ دولتي ښوونځي د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیان لیدلی، د ځینو یې د احاطې یوالونه غورځیدلي او د زیاتو یې د ټولګیو چتونه نسکور شوي او تولګیو ته اوبه ور داخل شوي، غوښتنه مو له موسېساتو او خیریه بنسټونه څخه ده چې په دې برخه کې بودیجه لري مونږ سره باید همکاري وکړي.»

نوموړی زیاتوي، بارانونو او سیلابونو له دې سربیره د زیات شمیر ښوونځیو د څښاک د پاکو اوبو څاوې تخریب کړي چې اوس مهال یې پاکو اوبو ته د زده کوونکو لاسرسی ستونزمن کړی.

د تخریب شویو ښوونځیو ښوونکي او زده کوونکي دې حالت اندیښمن کړي او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د دوی زیانمن شوي ښوونځي بیا ورغوي او دغه راز د سیلاب له خطر سره مخ ښوونځيو لپاره د احاطې دېوالونه په ګډون استنادي دېوالونه هم جوړ کړي چې د سېلابونو د راوتلو پر مهال د ښوونځيو د تخریب مخه ونیسي.

ننګرهار کې د تېرې اوونۍ ورښتونو او سیلابونو له دې سربیره په دغه ولایت کې٢٠ زره جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه وړې او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.