close

د ښوونځيو او ښوونکو کمښت؛ ارزګان کې ۸۰ زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي

ارزګان د هیواد په سویل کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په تېرو دوو لسیزو کې د دغه ولایت په نږدې هره سیمه کې جګړه تېره شوې او خلک یې د نورو خدماتو ترڅنګ د زده کړو له حقه هم محروم پاتې شوي او لاهم دغلته د زرګونو ماشومانو د زده کړو سرنوشت نه دی معلوم چې چیرته زده کړې وکړي.

ارزګان کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال یې یوازې ۲۰ زره ماشومان په دولتي ښوونځیو کې جذب کړي او په شرایطو برابر ۸۰ زره ماشومان بیا د ښوونځیو د ودانیو د نشتوالي او د ښوونکو د کمښت له امله لاهم ښوونځیو کې له شاملېدو پاتې دي.

ارزکان کې د طالبانو د پوهنې رییس شمس‌الله کامران وایي، دا مهال د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۸ ښوونځي فعال دي، چې شاوخوا سل زره زده کوونکي په ‌کې زده کړې کوي.

نوموړي وویل: «دومره ماشومان موږ جذب کړي چې ټول ښوونځي ډک دي، ځای نشته، ماشومان ډېر دي، تشکيل زموږ د ولايت په سطحه ډک دی، نو موږ د جذب پروسه بنده کړي، دغه اوس زموږ شاخوا ۸۰ زره ماشومان شته چې اړتيا لري چې په ښوونځيو کې یې داخل کړو، خو ځای نشته موږ تر اوسه د نوي کال لپاره د ۱۹ زره څخه تر ۲۰ زره پورې ماشومان جذب کړي دي.»

سږ کال ارزګان کې د یو لک ماشومانو له جملې څخه یوازې ۲۰ زره ښوونځیو ته جذب شوي دي

ورته مهال د ارزګان اوسیدونکي هم مني چې د دوی په سیمو کې د شته ښوونځیو مسوولین نوي ماشومان نه دي جذب کړي او ورته ویل شوي چې سږ کال د ډیرو ماشومانو د جذب وړتیا نه لري.

د دې ولایت اوسيدونکي امرالله چې د دريو اولادونو پلار دی وايي، چې  ماشومان يې د زده کړو پر شرايطو برابر دي، خو زیاتوي چې په دولتي ښوونځیو کې د ځای نشتون له کبله اوس نه پوهیږي چې خپل ماشومان چیرته په ښوونځي کې شامل کړي.

نوموړی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې ياده ستونزه دې حل او په دې ولایت کې دې ټولو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

هغه وويل: «په ښوونځيو کې ماشومان نه جذب کېږي اوس ښوونيز کال روان دی، خو زموږ ماشومان د زده کړو څخه بې برخې پاتې دي د مسوولينو څخه غوښتنه کوو چې زموږ د ښوونځيو ستونزه باید راته حل کړي.»

په همدې حال کې ارزګان میشتي فعالان وایي، چې د تېرو دوو لسيزو راهیسې د زده کړو او نورو برخو کې دا ولایت له پامه غورځول شوی او د خلکو حقوق تر پښو لاندې شوي دي.

په دې ولايت کې يو تن ټولنيز فعال جاويداحمد جاويد وایي، په ښوونځيو کې د نويو ماشومان نه جذب کيدل يوه لويه ستونزه ده او د جدي انديښنې په سترګه ورته ګوري.

نوموړی زیاتوي، چې حکومت ته په کار ده چې د زده کړو په برخه کې د دې لايت حقوق ورکړي او د ماشومانو لپاره د زده کړو چاپیريال برابر کړي.

جاويد د نړيوالو موسېساتو څخه هم غوښتنه کوي چې د ارزګاني ماشومانو د زده کړو په برخه کې پام وکړي او امکانات ورته برابر کړي.

هغه وویل: «په دې برخه کې لسيزې د ارزګان سره حکومتونو د مور او میرې چلند کړی دی هغه حقوق چې باید د زده کړو او روغتيايي برخه کې ارزګان ته ورکول شوي وای تر اوسه نه دي ورکول شوي ډيره د انديښنې وړ خبره ده چې زموږ زرګونه ماشومان د زده کړو څخه سږ کال هم پاتې دي او لامل يې د ښوونځيو او ښوونکو کمښت دی.»

د ارزګان اوسیدونکي د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د زده کړو په برخه کې د دوی دماشومانو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي

ورته مهال ارزګان کې د طالبانو د پوهنې رییس شمس الله کامران وایي، په دې ولايت کې یې د زده کړو څخه د پاتې ۸۰ زره ماشومانو موضوع د پوهنې وزارت سره څو ځله شريکه کړې او د ژر حل غوښتنه یې کړې.

هغه وايي، چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته ارزګان کې ۳۵۰ دینې مدرسې فعاله شوي او همدار راز دې ولایت ته ۶ زره د ښوونکو بستونه هم ورکول شوي چې له جملې يې ۳۵۰۰ د مدرسو او ۲۵۰۰ ښوونځيو لپاره دي.

دغه راز نوموړي څه موده مخکې ویلي و، چې په دې ولایت کې د تېرو جګړو له امله ۱۰۰ ښوونځي ویجاړ شوي او بیا رغیدو ته اړتیا لري. خو تازه یې بیا ویلي چې وروستیو ورښتونو دغلته ۷۰ ښوونځي او مدرسې ویجاړې کړي او د موسېساتو څخه یې غوښتنه کړې چې په جوړیدو کې ورسره مرسته وکړي.

ارزګان کې داسې مهال د ښوونځيو د کمښت خبر ورکول کېږي، چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) ويلي و، چې غواړي په دې ولايت کې په تعليمي برخه کې مرسته وکړي.