close

جلال اباد ښار کې په دوو جلا پېښو کې دوه ځوانان وژل شوي

اطلااعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په دریمه او شپږمه ناحیو کې په دوو جلا پېښو کې دوه ځوانان وژل شوي دي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی معرفت وایي، چې پرون (چهارشنبه، ١٩ د غویي) غرمه مهال د جلال اباد ښار د دریمې ناحیې اړوند «عربانو ګولايي» سیمه کې دوو ورونو لومړی لفظي شخړه کړې او بیا یې پر یو بل د «چاقو» ګوزارونه کړي چې پر مهال یې یو ورور د ژورو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړی وایي، یاده پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې.

یو بلې سرچینې بیا د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې تېره ورځ مازدیګر مهال د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند «سیاف فامیلو» سیمه کې یو دوکاندار د «ناپیژانده وسله والو» له لوري په ډزو وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، وژل شوی کس په جلال اباد ښار کې د «سیمساري» توکو دوکاندار و، خو په خبره یې تر اوسه د یادې پېښې لامل نه دی څرګند شوی.

بلخوا ننګرهار کې طالب چارواکو تر اوسه د یادو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې ننګرهار کې د کورني تاوتریخوالي او دغه راز د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوي چې عام خلک یې اندیښمن کړي دي.