د ننګرهار اوسیدونکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې پر نشه یې توکو د روږدو کسانو شمیر ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دی، چې له نیمایی ډیر یې د تېر حکومت سرتیري دي.
د دوی په خبره هېواد کې د طالبانو د حکومت په رامنځته کیدو د بې روزګارۍ کچه اوج ته لوړه شوې، چې د کار نه موندلو له امله ځينې ځوانان پر رواني ناروغیو له اخته کیدو سربیره د نشه یې توکو کارولو ته مخه کړې.
د جلال اباد ښار اوسیدونکی عزت الله وايي، د وزګارتیا کچې زیاتوالی، په ازادانه ډول د نشه يي توکو پېر او پلور د دې لامل شوي چې ډېری کسان په نشه یي توکه اخته شي.
د هغه په خبره پر نشه یي توکو د روږدو کسانو په ډله کې ګن شمیر د پخواني حکومت کارکوونکي او پوځیان دي چې له بې کارۍ او بې وزلۍ کړېږي او د خپل پام غلطولو په موخه یې نشه یي توکو استعمال ته مخه کړې ده.
عزت الله زیاتوي: «خلکو تمه لرله چې طالبان به پر نشه یي توکو بندیز ولګوي او پر نشه روږدي کسان به تداوي او کم شي، خو اوس پر نشه یې توکو روږدي کسان زیات شوي د ښار په واټونو، زوړ ښار، بهسودو پل، چپرهار هډه او دغه راز کمپونو سیمه کې بیخي زیات دي او ډیری یې د تیر حکومت عسکر دي ځکه دوی کړیږي کار نشته او د خپل غم غلطولو لپاره نشه یي توکي کاروي.»
نوموړی د طالبانو له حکومت پر نشه یي توکو د اخته کسانو د درملنې او دغه راز په هیواد کې ځوانانو ته د کاري زمینو پر برابریدو ټینګار کوي.
د جلال اباد یو بل اوسیدونکی خیبر هم ورته ادعا کوي او وایي، چې په روږدو کسانو کې نه یوازې پخواني سرتیري بلکې کمکي ځوانان او دغه راز د پوهنتون محصلین هم شامل دي.
نوموړی په ژړه غوني غږ د خپل کاکا زوی کېسه کوي او وایي، هغه د تیر حکومت پرمهال لغمان کې د ملي اردو د یو ټولي قومندان و، خو د طالبانو د حکومت په راتګ سره بې روزګاره شو، چې اقتصادي ستونزو او د کار نشتون له امله یې د ژوند لوری ورک او اوس مهال پر نشه یي توکو اخته شوی دی.
خیبر زیاتوي: «شمس الدین مې د کاکا زوی څلور اولادونه لري هغه تېر حکومت کې د ملي اردو یو مسلکي قومندان و، خو کله چې طالبان راغلل هغه بې روزګاره شو لومړی په رواني ناروغۍ اخته شو او بیا پر نشه یي توکو روږدی د هغه په شان زیات کسان دي چې تېر حکومت کې یا پولیس، یا د اردو عکسر وو، خو اوس پر نشه یي توکو روږدي شوي او اصلي لامل هم بې روزګاري او سیاسي تحول دی.»
نوموړی د کورنۍ اقتصادي ستونزې، بې روزګاري، کډوالي او د نشه يي موادو کرکیله په نشه يي توکو د اخته کېدو له اساسي لاملونو څخه بولي.
د ننګرهار سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی محمد زمان چې په تېر حکومت کې د ملي اردو سرتیری و، وایي لس کاله یې په مراز شریف، کندز، لوګر او غزني ولایتونو کې دنده ترسره کړې ده.
نوموړی زیاتوي د دوی قربانۍ او په اسانه طالبانو ته د حکومت واک پريښودل، له هیواده د لوړ پوړو چارواکو تېښته او د طالبانو له لوري د پخوانیو نظامیانو په یوه او بل نوم وژل او شکنجه کیدل هغه علتونه وو، چې له کبله یې دی له تېرو دوو کالو راهیسې نشه کوي.
محمد زمان وویل: «پوره لس کاله مې د هیواد لپاره دنده ترسره کړې او هرې سختۍ ته مې غیږ ورکړې، خو دا هر څه په سیند لاهو شول زه چې کله پخواني وختونه یادوم نو زیات مې ځوروي او دغه راز په لومړیو کې د طالبانو له لوری ووهل شوم، بې روزګاره یم نو بس خپل غمونه په همدې نشه یي توکو غلطوو؛ پوهیږم چې نشه یي توکي حرام دي خو بس اوس پرې اخته یم او که تداوي مې وشي نو بیا هم د هیواد لپاره د یو عسکر په توګه دنده ترسره کوم.»
دی زیاتوي هیواد ته یې د یوه وفاداره سرتیري په توګه دنده ترسره کړې او هغه پخوانیو یادونو یې ذهن ناارامه کړی دی.
پر نشه یي توکو د روږدو کسانو یو شمېر نور یې هم ورته ادعا کوي، چې د طالبانو له خوا له کوم دلیل پرته له دندو ګوښه شوي او اوس له خپلو کورنیو سره سخت ژوند تېروي.
د لغمان د مرکز مهترلام اوسیدونکی او پخوانی نظامي بلال وایي، بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله په نشه یي توکو روږد شوی.
د هغه په وینا، چې بې کارۍ دې ته اړ کړی چې په نشو د اقتصادي مسایلو له سردردي ځان خلاص کړي.
بلال زیاته کړه: «کلونه مې په تیر حکومت کې دنده ترسره کړه او د خپل هیواد د ساتنې لپاره مې یوه پښه هم له لاسه ورکړې، خو اوس چې طالبان راغلي مونږ ته په ښه نظر نه ګوري نه پخواني امتیازات راکوي او نه مو په دنده ګماري، د کور اړتیاوې ډیرې دي پنځه اولادونه مې دي، خو زه په نشه يي توکو اخته یم د خلاصون په چل نه پوهیږم غواړم بیا د یو انسان په توګه ټولنه کې ژوند وکړم.»
په ورمهال د نظر خاوند او ټولنیز فعال خالد صابري وایي، د تېر حکومت له سقوط را وروسته دبې روزګارۍ کچه لوړه شوې، چې له امله یې ګڼ ځوانان په نشو روږدي شوي او ځینو خو یې لا د ډیر مجبورۍ له امله غلاوو او نورو جنایي پېښو ته مخه کړې.
نوموړی په لویه کچه پر نشه یي توکو د ځوانان او خاص ډول د پخواني حکومت د سرتېرو روږدي کیدل د اندیښنې وړ بولي او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د دوی له ظریفته دې ګټه واخلي.
صابري زیاته کړه: «ځوانانو ته باید کاري زمینې برابرې شي او دغه راز پخواني سرتیري دې هم د حکومت په نظامي ادارو کې جذب شي، ځکه دوی تجربه لري او د کار کولو ښه مهارتونه لري، نو دا ډیره د اندیښنې وړ خبره ده؛ چې ځوانان نشه یي توکو کارولو ته مخه کوي پکار ده چې د دې ستونزې د حل لپاره د طالبانو حکومت کار وکړي.»
بلخوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت لپاره د طالبانو ویاند سمیع الله ابراهیمي وایي، د هیواد په کچه د دغه وزارت ۵۲ حرفوي او فني مرکزونو کې، نږدې ۲۰زره روږدي په حرفوي زده کړو بوخت دي.
دی افغانستان کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو شتون د حکومت پر وړاندې یوه جدي ننګونه بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د روږدو د درملنې او هغوی ته د زدهکړو زمینو رامنځته کولو په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.
ابراهیمي وویل: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا مهال د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ٥٢ د حرفوي او فني زده کړو مرکزونه لرو، چې شل زره پر نشه یي توکو روږدي کسان په کې پر زده کړو بوخت دي او لا هڅه کې یو دا ډول مرکزونه زیات کړو.»
په همدې حال کې د ننګرهار امنېې قومندانۍ چارواکو ویلي، چې دوی په دغه ولایت کې د نشه یي توکو د اصلي سرچینو د لمنځه وړلو په هڅه کې دي.
د ننګرهار امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې په دغه ولایت کې یې په تېر لمریز کال کې د جنايي، نشهيي توکو کاروبار، ترهګرۍ او نورو جرمونو په تور د ۳۶ ښځو په ګډون ۱۴۴۷ کسان نيولي او دغه راز یې پر سلګونه جریبه ځمکه کوکنارو هم له منځه وړي دي.
که څه هم دغه طالب چارواکي د سلګونه معتادینو د درملنې خبر ورکوي، خو د دې سره سره لاهم د جلال اباد ښار ځینو واټونو ګڼ شمېر روږدې کسان لیدل کېږي.