اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو یو ۳۰ کلن نانوای د چړو په ګوزارونو وژلی دی.
په دې ولایت کې د طالبانو پولیس زیاتوي، چې دغه کس امان الله نومیده او پرون (چهارشنبه، ۱۹ د غویي) ماښام مهال د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند «سفري» کلي کې وژل شوی.
طالب پولیس وایي، امان الله ۳۰ کاله عمر درلود او د دې ولایت د خاکرېز ولسوالۍ د «ناصرانو» کلي اصلي اوسېدونکی و، چې له څه مودې راهیسې یې د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې په یوې نانوایي کې د ډوډۍ پخولو دنده پرمخ وړله.
د دې پیښې لامل نه دی څرګند، خو طالب پولیسو د قاتلینو د نیولو او په دې تړاو د پلټنو خبر ورکړی.
په دې وروستیو کې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې پټې او ښکاره وژنې زیاتې شوي دي.
تېره ورځ په ننګرهار کې هم دوه ځوانان په دوو جلا پیښو کې وژل شوي وو.