close

ننګرهار کې د طالبانو او ولسي خلکو تر منځ نښته کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: له ننګرهار څخه سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د طالبانو او ولسي خلکو ترمنځ جګړه کې يو تن وژل شوی او درې نور ژوبل دي.

له سيمې يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې نښته نن (پنجشنبه، ۲۰ د غوايي) ماسپښین درې بجې د روداتو ولسوالۍ اړوند «کابل کمیپ» په سیمه کې د ګمرک لپاره د ځای ټاکلو پر سر د طالبانو او ځایي ولسي خلکو ترمنځ شوې ده.

د سرچينې په وينا، طالب چارواکو غوښتل چې د یادې سیمې یوه برخه د ګمرک لپاره ځانګړې کړي، خو د کلي خلکو یې مخه ونیوله او نښته رامنځ ته شوې چې د طالبانو د ډزو له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره ځایي خلکو د تورخم ـ جلال اباد لویه لاره هم د اعتراض په ډول د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

تر اوسه ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه څه نه دې ویلي.