اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله ۳۱۵ تنه مړه او ۱۶ سوه ۳۰ کسان ټپیان شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تر دوه زره او ۶۰۰ ډېر کورونه ویجاړ او زیانمن شوي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت دغه شمیرې نن (یکشنبه، ۲۳ د غویي) سهار خپرې کړې دي.
طالبانو تر اوسه د بغلان د سېلابونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې بېلابېلې شمیرې ورکړي دي.
تېره ورځ پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دغې ډلې د دولت وزارت وویل، چې د بغلان په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې وروستيو سېلابونو ٨٥ کسان مړه کړي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یوازې په بغلان کې د سیلابونو له امله د مړو شمیر تر ۳۰۰ زیات اعلان کړ. ولسي سرچینو هم اطلاعات روز ته ویلي و، چې د بغلان په دوو ولسوالیو کې د سیلابونو له امله ۲۵۰ کسان مړه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د بغلان د کډوالو چارو رییس محمد ابراهیم عمري له زیانمنو سیمو لیدنه کړې او په خپل راپور کې یې ویلي، چې د دې ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ د «شیخ جلال» کلي او «سولې ښارګوټي» او همدارنګه د برکه ولسوالۍ په «شرشر» کلي کې د سېلابونو راوتلو له امله ۳۱۵ تنه مړه او ۱۶ سوه ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په يادو سيمو کې ٢٦٦٥ کورونه په بشپړه او جزوي توګه ويجاړ شوي او ١٠٠٠ څاروي هم له منځه تللي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت یادونه کړې چې دا لومړنۍ شمیرې دي او د مالي او ځاني زیانونو د زیاتوالي احتمال شتون لري.
تر اوسه په بغلان او د هېواد په نورو ولايتونو کې د سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو کره شمېرې نه دي په ډاګه شوي.
له بغلان وروسته په تخار کې سېلابونو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله اړولې او تر اوسه په دغه ولایت کې تر ۲۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
په بغلان کې سېلابونه د ترانسپورټي لارو په ګډون د تاسیساتو د ویجاړېدو لامل شوي، چې له امله یې سیلاب ځپلو ته د مرستې رسول ستونزمن کړي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي او یو شمېر هېوادونو د افغانستان له خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې.
دغه راز د غزیزي بنسټ او د هیواد د کرکټ وتلي ستوري راشد خان د بغلان سیلاب ځپلو سره د مرستې اعلان کړی.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د دغه سازمان له غړو هېوادونو، د نړۍ له هېوادونو او مرستندويه سازمانونو غوښتي چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.