close

په بدخشان کې لاريون؛ د طالبانو په ډزو درې تنه وژل شوي

اطلاعات روز: په بدخشان کې سرچينې وايي چې په ارګو ولسوالۍ کې طالبانو د تارياکو د کښت د تخريب پر مهال پر خلګو ډزې کړې دي او درې تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

ولسي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې له نشيي توکو سره د طالبانو د مبارزې قطعې ځواکونه تر غرمې وړاندې (دوشنبه، ۲۴ د غوايي) په «برلاس» کلي کې له ځايي خلګو سره نښتي او ډزې يې کړې دي.

د ځايي سرچينو په وينا، د طالبانو د ډزو له امله درې ځايي اوسېدونکي وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

سرچينې وايي چې د طالبانو تر ډزو او د مرګ ژوبلې تر اوښتو وروسته خلګو د دې ډلې پر خلاف لاريون کړی دی.

اطلاعات روز ورځپاڼې ته رسېدلي انځورونه ښيي چې طالبان پر لاريونوالو هم ډزې کوي.

په يوه ويډيو کې د ژوبلو کسانو انتقال تر سترګو کېږي.

په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

تر دې وړاندې هم د ارګو ولسوالۍ په «ګنده چشمه» او همدا راز په داریم ولسوالۍ کې طالبانو د تارياکو د کښت د تخريب پر مهال پر خلګو ډزې کړې وې او له همدې امله په دواړو ولسواليو کې لاريونونه را پارېدلي وو.