close
اطلاعات روز

ننګرهار کې درې خویندې اوبو ډوبې کړې او مړې شوې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولین وايي چې په جلال اباد ښار کې درې خویندې د کانال اړوند نهر کې ډوبې او مړې شوې دي.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وایې چې دا پېښه نن (دوشنبه، ٢٤ دغوایي) د جلال اباد د نهمې امنيتي حوزې په «سرخ دیوال» سیمه کې رامنځته شوې.

د ده په وينا، په یاده سیمه کې درې ځوانې نجونې چې خویندې وې د جامو مينځلو پر مهال نهر ته غورځيدلې او مړې شوې دي.

ده ويلي چې په مړو شویو نجونو کې یوه ١٨ کلنه، یوه ١٧ کلنه او بله یې ١٥ کلنه وه.

قريشي بدلون زياته کړې چې د نجونو جسدونه د ځایي خلکو په هلو-ځلو له اوبو راویستل شوي او د هغوی کورنۍ ته سپارل شوي.

د یادونې ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوې کوچنۍ نجونې د کونړ سیند کې ډوبې او مړې شوې وې.