اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو پولیس وایي، د دغه ولایت په نرنګ او ماڼوګۍ ولسوالیو کې په دوو ترافیکي پېښو کې دوه تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د کونړ امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند فرید دهقان وایي، لومړۍ پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۲۴ د غویي) مازدیګر مهال د نرنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو موټر سایکل او د طالبانو د یوه رېنجر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.
نوموړی زیاتوي، په دې پېښه کې یو ماشوم او یو سړی مړه او یوه مېرمن ټپي شوې ده.
فرید دهقان دغه راز وایي، چې دویمه ترافیکي پېښه د کونړ په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې له سړکه د سراچې موټر د اوښتو له امله رامنځته شوې، چې په کې سپاره پنځه کسان ټپیان شوي دي.
دهقان زیاتوي، چې د دواړو پېښو ټپیان د کونړ ولایتي روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیایي وضعیت په تړاو یې څه نه دي ویلي.
هغه د دواړو پېښو لامل د موټر چلوونکو له لوري بې احتیاطي ښودلې.
د موټر چلوونکو له لوري د ترافیکي اصولو نه مراعتول، بې احتیاطي، ګړندی مزل او خرابې لارې هغه څه دي، چې د ترافیکي پېښو د ډېروالي لاملونه بلل کېږي.