اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ د کلاشینکوف په ډزو ځان ځان وژلی دی.
د کونړ د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند فرید دهقان وایي، دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۲۴ د غویي) سهار ۸:۰۰ بجې د شیګل ولسوالۍ په «اتو» کلي کې رامنځته شوې.
دهقان زیاتوي، چې د یادې نجلۍ د ځان وژنې لامل تر اوسه نه دی څرګند او په خبره یې چې په دې تړاو د طالبانو مسوولینو څېړنې پېل کړي.
د مړې شوې نجلۍ کورنۍ هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د کونړ په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې ډېر کله فقر، بې کاري او کورنی تاوتریخوالی بلل کېږي.