اطلاعات روز: د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايکل مک کال د سيګار نوي راپور ته په غبرګون کې ويلي چې د بايډن حکومت بايد بېړني اقدامات وکړي تر څو طالبانو ته د امريکايي ماليه ورکوونکو د پيسو د انتقال مخه ونيول شي.
ښاغلي مک کال په هغه اعلاميه کې چې پرون (سېشنبه، ۱ د غبرګولي) يې خپره کړې، ويلي چې له امريکا سره له تړلې هر ډول بودجې څخه د طالبانو ګټه اخيستنه د «منلو وړ» نه ده.
ده زياته کړې: «د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستانه د بايډن د حکومت تر فاجعهناکې وتنې وروسته متحده ايالاتو هغه انساني کړکېچ ته د رسيدګۍ لپاره ۲.۸ ميليارد ډالره مرسته کړې ده چې د طالبانو له لوري را منځ ته شوی دی.»
مک کال ويلي چې ده تېر کال له سيګار څخه غوښتي و چې د هغې ګټې په اړه دې راپور تيار کړي چې له افغانستان سره د امريکايي ماليه ورکوونکو له پيسو طالبانو ته رسېږي.
د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس ويلي: «د حيرانۍ ځای نه دی چې سيګار موندلې چې د امريکايي ماليه ورکوونکو له پيسو لږ تر لږه ۱۰.۹ ميليون ډالر د طالبانو لاس ته ورغلي دي.»
ده له سيګار څخه مننه کړې چې له افغانستان سره د امريکا د مرستو څارنه کوي.
د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړې پلټونکې ادارې (سيګار) په خپل وروستي راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د متحده ايالاتو اجرايي شريکانو ۱۰.۹ ميليون ډالر د طالبانو حکومت ته ورکړي دي.
سيګار ويلي چې دا بودجه د امريکا د ۳۸ شريکانو له لوري د طالبانو حکومت ته د مالياتو، لګښتونو، ګمرکي عوارضو او اوبو او برېښنا د لګښت په توګه ورکړل شوې ده.
د سيګار له راپور سره سم، له دې پيسو څخه ۱۰.۴ ميليون ډالر د مالياتو، ۳۴۶ زره او ۸۳۸ ډالر د اوبو او برېښنا د لګښت، ۱۷۶ زره او ۵۹۶ ډالر د لګښتونو او نهه زره او ۲۱۵ ډالر د ګمرکي عوارضو په توګه ادا شوي دي.