close
MOFA.GOV.QA

ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د دوحې د درېيمې غونډې د جوړېدو نېټه اعلان کړه

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټيفان دوجاريک اعلان کړی دی چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېیمه غونډه به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د روان لمريز کال د سرطان مياشتې پر ۱۰ او ۱۱ (د ۲۰۲۴ کال د جون پر ۳۰ او د جولای پر اوله) راوبلل شي.

ده پرون (سې‌شنبه، ۱ د غبرګولي) په يوه خبري کانفرانس کې ويلي چې د دې غونډې موخه «له افغانستان سره په منسجمه، همغږې او ساختارمنده توګه د نړيوال تعامل زياتول دي».

ښاغلي دوجاريک ويلي چې په سياسي چارو او سولې کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې رزماري ډي کارلو کابل ته د خپل سفر پر مهال له طالب چارواکو، ډيپلوماټيکې ټولنې او د مدني ټولنې له استازو سره د دې غونډې په اړه خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند ويلي چې اغلې ډي کارلو له متقي سره په ليدنه کې هغه ته بلنه ورکړې چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت ويلي چې امير خان متقي له اغلې ډي کارلو سره د ليدنې پر مهال په دې غونډه کې د طالبانو د پلاوي د «معنادار» ګډون غوښتنه کړې او زياته کړې يې ده چې تشريفاتي ګډون ګټور نه دی.

څرګنده نه ده چې د دوحې درېيمې غونډې ته له طالبانو پرته د افغانستان کومې سياسي ډلې او خوځښتونه ور بلل شوي دي.

طالبان د دوحې دويمې غونډې ته هم غوښتل شوي وو خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له لوري د دې ډلې د غوښتنو د نه منل کېدو له وجې طالبانو په غونډه کې له ګډونه ډډه کړې وه.