اطلاعات روز: د طالبانو سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په پکتیکا کې یې دوه کسان عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
يادې محکمې په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دې کسانو ته يې نن (چهارشنبه، ۲ د غبرګولي) د «غلا» په تور دا سزا ورکړې ده.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په پکتيکا کې د طالبانو له لوري په دورُ د وهل شويو کسانو شمېر له ۲۰ تنو واووښت.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته بيا-بيا افراد په عام محضر کې په درو وهلي دي او همدا راز يې پنځه تنه په عام محضر کې اعدام کړي هم دي.
د بشري حقونو بنسټونه د تورنو اعدام او بدني مجازات د نړيوالو قوانينو او انساني کرامت خلاف بولي او د درېدو غوښتنه يې کوي.