اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د تندر لویدو په پیښه کې درې کسانو خپل ژوند بایللی دی.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې پيښه پرون (جمعه، ۴ د غبرګولي) ماښام مهال د شیرزادو ولسوالۍ ګندنک سیمې اړوند «خټې» کلي کې شوې.
د نوموړي په خبره یاده سیمه کې پر یوه کور اسماني تندر راپریوتی چې له کبله یې دوه تنه کوربانه او یو میلمه لومړی ټپیان او بیا وروسته درې واړو په روغتون کې ساه ورکړې ده.
نوموړی زیاتوي له دې طبیعي پيښې وروسته باران هم وریدلي چې له امله یې چاته زیان نه دی اوښتی.
د یادولو وړ ده، چې هیواد کې ډیر کله دا ډول طبیعي پېښې د بارانونو پر مهال رامنځته کیږي چې له کبله یې ګڼ شمیر هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي.