close
Erin Scott

بایډن: د افغانستان له اشغال پرته د داعش د کنټرول لارې شته دي

اطلاعات روز: د امریکا ولسمشر جوبایډن تازه په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د افغانستان له اشغال پرته د داعش د کنټرول لپاره نورې لارې شته دي.

نوموړي په افغانستان کې پوځي حضور یوه غیر ضروري اړتیا بللې.

بایډن دغه څرګندونې د تېرې پنج شنبې په ورځ د کېنیا له ولسمشر سره په یوه خبري ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې کړي؛ چې ولې امریکا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه ووتله او کېنیا بیا مجبوره کوي چې هایتي ته سرتېري ولیږي.

خبریال د امریکا دغه پالیسي دوه مخۍ بللې او له بایډن یې د وضاحت غوښتنه کړې ده.

ولسمشر بایډن وویل: «ډیر اسانه.  همدا لامل دی چې افغانستان د ”امپراتوریو د هدیرې“ په نوم یادیږي.  د دې احتمال چې یو څوک به افغانستان متحد کړي، ډېر، ډېر، ډېر ناشونی دی.»

هغه دوه کاله وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې او ویلي یې و، چې افغانستان «یووالي ته لېوال نه دی»، چې د همدې دلیل له امله د «امپراتوریو په هدیره» بدل شوی دی.

د بایډن د څرګندونو دغه توجیه په ښکاره له افغانستانه د وتلو څرنګوالی په ډاګه کوي، چې له نیوکو سره مخ دي.

بایډن د کېنیا له ولسمشر سره په خبرو کې زیاته کړې، چې د افغانستان له اشغال پرته د داعش د کنټرول لپاره نورې لارې شته دي.

په افغانستان کې د داعش فعالیت د ډېرو هېوادونو لپاره په یوې اندېښنې بدل شوی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د داعش بریدونه دوام لري، طالبان ادعا کوي چې داعش په افغانستان کې شتون نه لري.

په افغانستان کې وروستی برید چې داعش یې مسوولیت په غاړه واخیست، په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو برید و.  په دغه برید کې د دریو بهرنیو اتباعو په ګډون شپږ تنه ووژل شول.