اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې یو کس ځان وژنه کړې.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې دغه کس تېره ورځ (جمعه، ۴ د غبرګولي) د شیرزادو ولسوالۍ اړوند «وډیسار» سیمه کې له یو کمر ځان غورځولی دی.
نوموړی زیاتوي، دغه کس په اصل د شیرزادو ولسوالۍ د کدیخیلو قریې اړوند «وچ لګډ» سیمې اوسیدونکی و، چې درې ورځې وړاندې له کوره وتلی و او جسد یې ځایي خلکو تېره ورځ مازدیګر یاده سیمه کې موندلی دی.
د نوموړي په وینا چې دې کس عصبي ناروغي درلوده او له همدې امله یې ځان وژنه کړې.
د طالبانو د حکومت په رامنځته کیدو سره کمزوري اقتصاد د خلکو ژوند لا سخت کړی چې له کبله یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.