close
Kremlin Press Service

د روسيې چارواکی: د امريکا او برېتانيا استخبارات د مرکزي اسيا د بې ثباته کولو لپاره له ترهګرو سره همکاري کوي

 اطلاعات روز: د روسيې د بهرنيو اطلاعاتو د سرويس رييس سرګیي ناريشکين ويلي چې د امريکا او برېتانيا استخباراتي بنسټونه د مرکزي اسيا د ثبات خرابولو لپاره له ترهګرو ډلو سره همکاري کوي.

د ټاس خبري اژانس له راپور سره سم، د روسيې د بهرنيو اطلاعاتو د سرويس رييس دا څرګندونې پرون (جمعه، ۴ د غبرګولي) په بيشکيک کې د «ګډو ګټو خپلواکو هيوادونو» له امنيتي چارواکو سره د غونډې په څنډه کې بيان کړې دي.

ده ويلي: «څو کاله وړاندې له افغانستانه د امريکا تر شرموونکې تېښتې وروسته د برېتانيا او امريکا استخباراتي بنسټونو له ترهګرو ډلو سره خپلې پټې همکارۍ نه دې درولې، تر څو نه يوازې افغانستان بلکې د مرکزي اسيا ټول هيوادونه او ټوله اوراسيا بې ثباته کړي.»

ناريشکين د القاعدې او داعش په څېر ترهګريز سازمانونه د امريکا او بريتانيا د استخباراتي بنسټونو زېږنده بللي او زياته کړې يې ده چې «استخباراتي بنسټونو له داسې ترهګريزو سازمانونو څخه ګټې اخيستې دي او لا يې هم اخلي.»

ناريشکين ويلي: «سوريه تر ټولو ښه بېلګه ده، خو په هيڅ توګه هم يوازينی مورد نه دی او افغانستان له دې اړخه ډېر ځپل شوی دی.»

د ګډو ګټو خپلواکو هيوادونو د امنيتي چارواکو غونډه پرون د قيرقيزستان په بيشکيک ښار کې وشوه.

د قيرقيزستان د ملي امين د دولتي کميټې رييس هم په دې غونډه کې د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې ترهګرو ډلو د دې هيواد شمالي ولايتونو ته پاملرنه زياته کړې.

ده د افغانستان شمالي ولايتونو ته د ترهګريزو ډلو د پاملرنې زياتېدل د ګډو ګټو خپلواکو هيوادونو د پولو لپاره يو ګواښ بللی دی.