اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت د شهر صفا ولسوالۍ اړوند د کابل-کندهار پر لویه لار د یو ۴۰۴ مسافر وړونکي بس د چپه کیدو له امله درې تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د زابل امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند ذبیح الله جوهر وایي، پیښه پرون (شنبه، ۵ د غبرګولي) ماښام مهال د شهر صفا ولسوالۍ اړوند «بریام مانده» سیمه کې د یو مسافر وړونکي بس د چپه کیدو له امله رامنځته شوې.
جوهر زیاتوي، په دې ترافیکي پیښه کې یوه میرمن او دوه نارینه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۱۵ تنه ټپیان شوي، چې ټول د زابل ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.
د دغه مسافر وړونکي بس د چپه کیدو لامل نه دی معلوم، خو تر دې وړاندې پر یاده لار د ډیری ترافیکي پیښو اصلي لاملونه خراب سړکونه، د ترافیکي قوانینو نه مراعت او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوي دي.