close
PHOTO: TWITTER/@PakistanFauj

خیبرپښتونخوا کې د عملياتو پر مهال دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي

اطلاعات روز: د پاکستان پوځ وایي، چې د خيبرپښتونخو ايالت د مرکز پېښور په حسن خېل سيمه کې يې د وسله والو پر پټنځای عمليات کړي چې په ترڅ کې يې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

ډان ورځپاڼې د پاکستان د پوځ د اعلاميې پر اساس کښلي چې دا عمليات نن (يکشنبه، ۶ د غبرګولي) د استخباراتي معلوماتو له مخې شوي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د عملياتو پر مهال جګړه رامنځته شوې چې په پايله کې يې پنځه وسله وال هم وژل شوي دي.

د دې مياشتې په لومړيو کې هم د بلوچستان په ږوب کې د پاکستان د پوځ او وسله والو مخالفينو ترمنځ په نښته کې يو پوځي وژل شوی و.

د پاکستان د امنيتي څېړنو د مرکز په راپور کې چې په مارچ مياشت کې خپور شوی، ويل شوي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ربع کې د ۲۴۵ پېښې رامنځته شوي چې له کبله يې د ملکي وګړو، امنيتي کسانو او وسله والو په ګډون ۴۳۲ تنه وژل شوي او ۳۷۰ نور ژوبل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د ۲۰۲۲ په نومبر کې له پاکستاني حکومت سره د پاکستانو طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) د اوربند تر ختمېدو وروسته په دې هيواد کې بريدونه زيات شوي دي.