close

د ارزګان خلک په سیلابونو کې د ویجاړو شویو کورونو او عام المنفعه ځایونو د بیا جوړیدو غوښتنه کوي

هیواد کې وروستیو ورښتونو او راوتلو سیلابونو خلکو ته د مالي او ځاني زیان سربیره په ګڼو ولایتونو کې عام المنفعه ځایونو هم ویجاړ کړي، چې له امله یې خلک په ستونزو کې دي او د بیا جوړیدو غوښتنه یې کوي.

ارزګان چې د سیلاب ځپلو ولایتونو په ډله کې راځي خلک یې وایي، دغلته وروستیو سیلابونو د خلکو کورونه کرنیزې ځمکې، لویې لارې، پُلونه، پُلچکونه، ښوونیز مرکزونه او د اوبو سربندونه ویجاړ کړي دي.

خلک زیاتوي، چې د دې ولایت د مرکز ترینکوټ په ګډون په یو شمیر نورو سیمو کې راوتلیو سیلابونو عام المنفعه ځایونه ویجاړ کړي، چې له کبله یې خلک په ستونزو کې دي او د طالبانو له حکومت یې د جوړیدو غوښتنه کوي.

د ارزګان د چورې ولسوالۍ اوسيدونکی عبدالله جان وايي، چې د دوی په سيمه کې يو لوی پُل چې دوې ولسوالۍ سره نښلوي د سيلابونو له امله تخريب شوی او اوس مهال خلک په ډيرو ستونزو کې د سيند يوې او بلې غاړې ته اوړي.

عبدالله جان وویل: «دا یوه لویه او اساسي ستونزنزه ده ډير زيات تاوانونه يې رسولي دي زموږ لاره بند ده تر اوسه هيچا مرسته نه ده راسره کړې له حکومت څخه  غواړو چې مرسته راسره وکړي.»

ارزګان ولايت کې د سيلاب له امله ویجاړ شوی پُل

د دې ولايت د دهراوود ولسوالۍ چې د کجکي د اوبو کاسې سره نږدې موقيعت لري د وروستيو ورښتونو وروسته د کاسې اوبه د خلکو پر کورونو راغلي او د شاخوا پنځو کلیو اوسیدونکو ته یې زیان رسولی دی.

د دې ولسوالۍ يو اوسيدونکی شيرمحمد وايي، چې ټول کلي باندې یې اوبه راغلي او دا مهال تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.

نوموړي وویل: «سېلابونو موږ ته ډېر زيانونه رسولي ۲۰ جريبه ځمکه او کورونه يې وړي دي تر اوسه د يوې روپۍ مرسته چا راسره نه ده کړې موږ د بل په کورونو کې اوسيږو.»

ورته مهال ارزګان کې د طالبانو والي عنایت الله شجاع د سیلابونو له امله اوښتي زیانونه مني او وایي، چې لومړي پړاو کې یې خلکو ته عاجلې مرستې رسولي او به دویم پړاو کې به ټول هغه عام المنفعه ځایونه ورغوي چې سیلابونه ویجاړ کړي دي.

هغه وويل: «دوه ډوله مرستې مو کړي دغه مرستې عاجلې مرستې دي، پلونه چې اوبو وړي هغه ترميم شوي دي د خلکو کورونه چې اوبو وړي مخته مو سميټي خښتې ځای پر ځای کړي دي شهيدانو ته هر کس ته يو لک افغانۍ او ټپیانو ته مو ۵۰ زره افغانۍ رسولي دي.»

ارزګان کې سیلابونو خلکو ته مالي زیانونه هم رسولي دي

دغه راز ارزګان کې د طالبانو د اقتصاد  رياست مسوولين وايي، په تېرو دوو مياشتو کې دغلته د ورښتونو له امله ۱۸ کسان مړه شوي او ۹ نور ټپيان دي.

د دغه ریاست لپاره د طالبانو ریيس مولوي مولاداد حسن وايي، چې د ارزګان په مرکز او ولسواليو کې د بارانونو او راوتلو سیلابونو له کبه ۴۰ لوی او  کوچني کانالونه،  ۱۳ سربندونه، ۲۱۴۰ هکټاره ځمکه او ۸ لوی پُلونه ویجاړ شوي دي.

نوموړي وویل: «په ارزګان ولايت کې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي چې ۱۸ تنه شهيدان او ۹ تنه ټپيان شوي دي. ۱۸ کانالونه او ۱۳ سربندونه ويجاړ شوي چې رغيدو ته اړتيا لري او ترڅنګ يې ۲۱۴۰ هکټاره ځمکه او ۸ غټ پلونه تخريب شوي، ۳۰ پلچکونه هم تخريب شوي دي.»

ارزګان کې د سیلابونو اوبه پر سړکونو اوښتي چې له امله یې سړکونه ویجاړ شوي دي

بلخوا ارزګان کې د کرنې د برخې کارپوهان وايي، چې د طبیعي پيښو لپاره چمتوالی اړين دی او په خبره يې چې خلک باید د سيلابونو راوتلو لپاره بشپړ چمتوالی ونيسي.

په دې ولايت کې د کرنې د برخې کارپوه حميدالله حميدي په دې اړه وویل: «پخوا به په کليوالو سيمو کې خلکو د سیلابونو د مخنیوي لپاره يو ډول اقدامات ترسره کول خپله به يې د سیلابونو مخنیوی کاوه، خو په دې وروستيو کلونو کې چې وچکالي زياته وه ډيرو خلکو کورونه د سيندونو په غاړو کې جوړ کړل، ابادي يې په هغه سيمو کې وکړې چې د سيلابونو د راوتلو خطر په کې موجود وو کله چې سيلابونه راغلل خلکو ته يې زيانونه ورسول خلک بايد په دې پوه کړل شي چې په کومو ځايونو کې د سيلابونو خطر وي هلته دې ابادي نه کوي.»