close

په کندهار او ننګرهار کې د یو محصل په ګډون درې تنه اوبو ډوب کړي

اطلاعات روز: په کندهار او ننګرهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې په دریو جلا پیښو کې یو محصل، یو د لېسې د لیلې مدیر او یو ماشوم اوبو ډوب کړي دي.

کندهار کې د طالبانو پولیس وایي،  تېره ورځ (یکشنبه، ۶ د غبرګولي) د دې ولایت د «لویې ویالې» په اوبو کې د نسیم په نوم یو تن محصل چې اصلي د بامیان ولایت اوسیدونکی و د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

پولیس زیاتوي، نسیم د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي محصل و، چې دا مهال یې د وروستي سمستر ازموینې روانې او څو ورځې وروسته له یاد پوهنتون فارغیده.

ورته مهال ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په دوو جلا سیمو کې یو د لېسې د لیلې مدیر او یو ماشوم سیند ډوب کړي او لا تراوسه لادرکه دي.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، لومړۍ پېښه کې د ننګرهار د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست اړوند د «عبدالقادر کوچي لېسې» د ليلې مدير مولوي جميل الرحمن تېره ورځ مازديګر ۰۶:۰۰ بجې د جلال اباد ښار اوومې ناحېې اړوند «د سرخ آب پل» ترڅنګ ځنګل باغ سیمه کې د لامبو پر مهال د کابل سيند اوبو ډوب کړی او تر اوسه یې مړی نه دی موندل شوی.

نوموړی دغه راز زیاتوي، چې په ورته مهال د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «امبرخانې» سیمه کې هم یو ماشوم د کونړ سیند وړی چې د ځایي خلکو له لوري یې د جسد پیدا کولو هڅې روانې دي.

زابلی دغه راز له عامو خلکو هم غوښتي چې د یادو کسانو په پیدا کیدو کې دې ورسره همکاري وکړي.

د ګرمۍ موسم په پېل سره په کندهار او ننګرهار کې دا ډول پېښې زیاتې رامنځته کېږي، چې لامل یې تر ډیره د لویو ویالو او د سیند له اوبو سره د خلکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.