اطلاعات روز: د پاکستان د خيبرپښتونخوا ايالت په خيبر سيمه کې د پاکستاني پوځ او تحريک طالبان پاکستان د جنګياليو تر منځ په نښته کې پنځه پاکستاني سرتېري او همدا راز د تحريک طالبان پاکستان اووه جنګيالي وژل شوي دي.
د پاکستان ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې د پاکستاني پوځ د اعلاميې له مخې ويلي چې تېره شپه (دوشنبه، ۷ د غبرګولي) د وسلوالو او پوځ تر منځ په نښته کې اووه وسلوال هم وژل شوي دي.
همدا راز پاکستاني پوځ منلې چې په دې بريد کې لس پاکستاني پوځيان ژوبل شوي هم دي.
د پاکستاني پوځ په اعلاميه کې ويل شوي چې د تېرو دوو ورځو پر مهال يې د خيبرپښتونخوا په ټانک، خيبر او پېښور ولسواليو کې د يو لړ عملياتو پر مهال ۲۳ وسلوال وژلي دي.
تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په خيبر کې د بريد مسووليت منلی او همدا راز يې د خپلو اوو جنګياليو وژل کېدل هم تاييد کړي دي.
همدا راز تېره ورځ هم د پېښور په حسن خېلو سيمه کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي وو.
د ۲۰۲۲ کال پر مهال د پاکستاني حکومت او تحريک طالبان پاکستان تر منځ د اوربند تر ختمېدو وروسته په دې هيواد کې د بريدونو کچه لوړه شوې ده او پاکستانی حکومت افغان طالبان تورنوي چې تحريک طالبان پاکستان ته يې خوندي پټنځايونه ورکړي دي.
تېره ورځ هم د پاکستان د کورنيو چارو وزير د پاکستان پر خلاف د افغانستان د خاورې استعمالېدو په تړاو خپله خواشيني وښوده او له طالبانو يې وغوښتل چې په مارچ مياشت کې پر چينايي وګړو په بريد کې ښکېل کسان او د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشرتابه ورته وسپاري.