د ارزګان ولایت اوسیدونکي وایي، له کله نه چې طالبان واک ته رسیدلي دغلته د تېر حکومت له لوري د پېل شویو ټولګټو پروژو چارې په ټپه دریدلي او تر اوسه یې د چارو بشپړیدو لپاره هیڅ اقدام نه دی شوی.
خلک زیاتوي، چې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې ځینې داسې پروژې هم شته چې چارې یې آن تر ۸۰ سلنې بشپړې شوي، خو تر اوسه پرې بیا ځل کار نه دی شروع شوی او ځینې یې د ویجاړیدو له ګواښ سره مخ دي. دوی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د نیمګړو پروژو چارې دې بیرته پېل کړي.
په ترينکوټ ښار کې د سولې پارک، د خيرو کاريز لوی جامع جومات، د ځانګړو مراسمو صالون، یوه فاتحه خونه او په ولسواليو کې پلونه، پلچکونه، روغتیایي مرکزونه او یو شمیر نورې هغه لویې او وړې پروژې دي، چې د تېر حکومت له سقوط وروسته یې چارې دریدلي دي.
د ارزګان اوسیدونکی ذبیح الله وايي، که په دې ولایت کې د نيمګړو پروژو چارې پېل شي د يوه لوري به خلکو ته د کار زمينه برابره شي او د بل لوري به د پروژو په بشپړیدو سره خلکو ته اسانتياوې برابرې شي.
نوموړي وويل: «زموږ هم دلته په مرکز او هم په ولسواليو کې داسې ډيرې پروژې شته چې ۸۰ سلنه يې چارې بشپړې شوي دي، خو اوس يې هيڅ معلومات نه کېږي چې د څه له امله يې پاتې چاري ولاړې دي که حکومت [طالبان] او ياهم موسېسات په دې برخه کې مرسته وکړي او د دغه پروژو چارې پېل کړي ډيرو بې روزګاره خلکو ته به د کار زمينه برابره شي.»
د ارزګان بل اوسیدونکی محمد اشرف بیا دغلته د نیمګړو پروژو بشپړیدل اړین بولي او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې یادې پروژې دې بشپړې کړي ترڅو د ویجاړیدو خلاصې او د ګټې اخیستنې وړ وګرځي.
نوموړی زیاتوي، له کله نه چې د يادو پروژو چارې دريدلي ځينې برخې یې ويجاړې شوي او ويره لري که طالب مسوولين په دې برخه کې لاس په کار نه شي نورې به هم ویجاړې شي.
هغه وويل: «باید يا حکومت او يا موسېسات د دغو پروژو چارې پېل کړي د ټولو خلکو لپاره يادې پروژې بیخي زياتې مهمې دي دغه اوس ورځ تر بلې د پروژو وضعيت مخ د خرابيدو خواته روان دی، يوازې د ښار مهمې پروژې نه دي چې چارې يې نيمګړې پاتې دي په يو شمير رياستونو کې ډيرې داسې پروژې شته چې نيم کارونه يې شوي او نورې يې چارې دريدلي دي.»
ورته مهال ارزګان کې د ساختماني چارو په برخه کې یو تجربه کار انجینر ميرولي اتل وايي، هغه پروژې چې چارې يې نيمګړې پاتې وي د وخت په تېريدو سره خپل کیفیت له لاسه ورکوي او د تخريب ګواښ یې ډیریږي.
د ده په وینا، که په یادو پروژو ژر تر ژره کار پېل نه شي او زیات وخت پرې تېر شي، نو راتلونکي اړتیا ده چې ودانۍ له سر څخه بیا ځل ورغول شي.
اتل وویل: «هغه پروژې چې په نيمايي کې یې کارونه پاتې وي کانګريټ يې نه وي شوی تخنيکي ستونزې پیدا کوي چې لويه اقتصادي ضربه هم شرکت ته رسيږي او هم ودانۍ ته، باید ټولو پروژو ته بوديجه ځانګړې او کار يې پېل شي.»
بلخوا ارزګان کې د طالبانو مسوولین وایي، چې په دې ولایت کې د نیمګړو پروژو په اړه د خپل مشرتابه هبت الله اخوندزاده سره غږیدلي او هغه ورته د کار بیرته پېل په اړه هدایت ورکړی دی.
په دې ولایت کې د طالبانو والي مولوي عنايت الله شجاع په دې اړه وویل: هغه پروژې چې نيمګړې پاتې دي په اړه یې د مشرتابه لخوا موږ ته هدايت شوی دی او په ډير لږ وخت کې به يې کارونه شروع شي په مختلفو برخو کې چې نيمګړې پروژې پاتې دي د هغو په اړه پلان تر لاس لاندې دی.»
ارزګان کې داسې مهال خلک د نيمګړو پروژو د بشپړیدو غوښتنې کوي چې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم ګڼ شمیر ټولګټې پروژې د ورته برخليک سره مخامخ دي.