close
انځور: خواله رسنۍ

د متقاعدینو بد اقتصادي وضعیت؛ درې کاله کېږي د تقاعد حقوق نه دي ورکړل شوي

په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې دولتي متقاعدین شکایت کوي او وايي، له کله نه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې له هغې ورځې راهیسې یې حقه حقونه نه دي ورکړل شوي.

د متقاعدینو په وینا، یوازې ترې نور امتیازات نه دي ګرځول شوي بلکې طالبانو ترې د خپل معاش څخه د تقاعد په نوم ګرځول شوې پېسې هم زورګېره کړې دي.

د ننګرهار اوسیدونکی خانزلي چې د ښوونکي په توګه یې څو لسیزې دنده ترسره کړې او څلور کاله وړاندې تقاعد شوی وایي، یو ځل یې د تېر جمهوري حکومت پر مهال تقاعد اخیستی و، خو د طالبانو راتګ سره یې حقوق نه دي ورکړل شوي او د ده په ګډون د ټولو تقاعد شویو دولتي کارکوونکو تقاعد پاتې دی.

خانزلي زیاتوي: «ما د ښوونکي په توګه نه یوازې ننګرهار بلکې شبرغان، هرات او ګڼو نورو ولایتونو کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې او څلور کاله کېږي چې تقاعد شوی یم او څه کم یو لک افغانۍ مې تقاعد اخیستی و، خو بیا تېر حکومت سقوط وکړ او طالبان راغلل نو درې کاله پوره کېږي چې یوه افغانۍ هم د تقاعد په نوم نه ده راکړل شوې، له طالبانو غوښتنه کوو چې زمونږ حقوق دې راکړي ځکه دا زمونږ حق دی او مونږ د خپل حق غوښتونکي یو.»

نوموړی وايي، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، بې روزګاري او اقتصادي ستونزې هغه څه دي چې له کبله یې دوی د سختو ستړو ستونزو سره مخامخ دي.

د لغمان د مرکز مهترلام یو متقاعد ښوونکی سید عمران وايي، نه دوی ته بل ځای کار شته او نه یې هم عمرونه د دې تقاضا کوي چې دوی دې درنو کارونو ته مخه کړي.

نوموړی پر طالب چارواکو نیوکه کوي چې په یوه او بله بهانه یې د متقاعدینو حقوق ځنډولي چې له کبله یې دوی له اقتصادي ستونزو سره سره په رواني ناروغیو هم اخته شوي دي.

نوموړی وایي، د تقاعد حقوق د متقاعدینو مسلم حق دی او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی حقوق دې ورکړي.

سیدعمران زیاته کړه: «درې کلونه پوره شول چې مونږ ته د تقاعد پېسې نه دي راکړل شوي هر وخت طالبان ژمنه کوي، چې حقوق مو درکوو خو تر اوسه یې هیڅ نه دي کړي ټول متقاعدین د اقتصادي ستونزو له امله په رواني ناروغیو اخته شوي ځکه د بل ځای د دندې نه یو، عمرونه مو زیات او حوصله مو کمه شوې، نو د طالبانو حکومت ته په کار ده چې زمونږ د تقاعد درې کلن معاشونه راکړي.»

متقاعدین چې د عمر ډیره برخه یې د افغانستان حکومتونو ته په کار کولو کې تېر کړی وایي، تقاعد یې حق دی او د طالبانو حکومت یې باید ورکړي. انځور: خواله رسنۍ

یو شمېر نور متقاعدین بیا وایي، دوی تمه درلوده چې د طالبانو حکومت به د ۱۴۰۳ مالي کال بودیجې په تصویب کې د دوى حقوق هم په پام کې ونیسي خو داسې ونشول.

متقاعد زین الله وايي، که د طالبانو حکومت یې حقوق ورنه کړي دوی مجبور دي چې د حپلو حقوقو د ترلاسه کیدو لپاره لاریونونه وکړي.

زین الله وویل: «نور د اقتصادي ستونزو له امله په تنګ راغلي یو، پوهیږو چې طالبانو د دوی پر ضد لاریونونه هم بند کړي، خو مونږ دیته هم مجبوره شوي یو، چې ځان مرګ ته ورکړو لاریونونه وکړو او خپل حق وغواړو اوسنۍ بودیجه کې د متقاعدینو برخه نه ده ځانګړې شوې او داسې ښکاري چې طالبان د تقاعد سیستم له منځه وړي.»

مونږ هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو د مالیې وزارت چارواکو نظر هم ولرو، خو د پرلپسې هڅو سره سره یې د نظر پر اخیستلو بریالي نشوو.

له دې دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو له لوري د ۱۴۰۳ کال د بودیجې توشیح له اعلان سره سم ګڼ شمیر متقاعدین د اعتراض په توګه د طالبانو مالیې وزارت مخې ته راټول شوي وو او د خپل حق غوښتنه یې کوله.

دوی په خپلو شعارونو کې ویل، چې ‏د طالبانو له واکمنېدو راهیسې شاوخوا یو میلیون متقاعدینو ته خپل حق نه دی ورکړل شوی او دغه قشر بې سرنوشته پاتې دي.

یو بل ښوونکی محمد ایاز وایي، طالبان په دې هڅه کې دي چې خپل طالب پلوه د دیني مدرسو ملایان په دولتي ادارو او خاص ډول ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه ځای پر ځای کړي.

د نوموړي په وینا هغه ښوونکي چې د تېر حکومت پر مهال ګمارل شوي د ښوونکي تقاعد ته د ټاکل شوي عمر ته له رسېدو مخکې د طالبانو له لوري په جبري ډول تقاعد شوي دي.

د هغه په خبره لس کاله کېږي د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي، خو څلور میاشتې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت له لوری اړوند ښوونځي ته د نوموړي د تقاعد مکتوب لیږلی و.

محمد ایاز زیاته کړه: «زه د بهسودو ولسوالۍ په یو دولتي ښوونځي لس کاله کېږي دنده ترسره کوم، خو څلور میاشتې کېږي د تقاعد مکتوب مې راغلی، ډیر خواشینی یم ځکه زما لا عمر د تقاعد نه دی د ننګرهار په زیاتره لېسو کې ښوونکي په جبري ډول له دندو لېرې شوي او یا تقاعد شوي، اصول دا دي چې ښوونکی باید څلویښت کاله دنده ترسره او بیا تقاعد شي، خو طالبان په هر ځای کې د خپلو پلویانو د ګمارل کیدو هڅه کوي او دا لړۍ په چټکۍ روانه ده.»

د معلوماتو له مخې اوس مهال په ټول هیواد کې ١٧٠ زره ملکي او نظامي متقاعدین موجود دي چې تولو ته یې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې حقوق نه دي ورکړل شوي.