close
انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

کونړ او نورستان کې د تلاسیمیا ناروغۍ د درملنې هېڅ دولتي روغتون شتون نه لري

کونړ او نورستان کې ځايي خلک وايي، چې په دې وروستیو کې په دغو ولایتونو کې پر تلاسیمیا ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ډېر شوی او د درملنې لپاره یې هېڅ ځانګړی دولتي روغتیایي مرکز شتون نه لري.

دوی وايي، دې چارې له سختو ستونزو سره مخ کړي او غوښتنه کوي چې مرستندویه موسېسې او د طالبانو حکومت دې د یادې ستونزې د حل لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د کونړ د مرکز اسعد اباد اوسېدونکی محمد رحیم چې خپل دیارلس کلن زوی یې پر تلاسیمیا ناروغۍ اخته دی وايي، د تلاسیمیا ناروغانو د درملنې لپاره د ځانګړي دولتي روغتیايي مرکز د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دی.

دی وايي، اړ دی چې په هرو دوو اوونیو کې خپل رنځور زوی ته وینه واچوي، خو په خبره یې اقتصادي ستونزې یې زیاتې دي او نه شي کولای، چې په شخصي لګښت د خپل زوی درملنه وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې ځېنې وخت د خپل اولاد د وینې اچولو او درملنې لپاره نورو ته د سوال لاس غځوي، خو په وینا یې ډېری وخت یې پر وړاندې دا دروازې هم بندې شي.

محمد رحیم وویل: «زما زوی د پنځه کالو و، چې په تلاسیمیا ناروغۍ اخته شوی، اوله کې به مې په پیسو د ده تداوي کوله، وینه به مې ورته له رضاء کاره ځوانانو اخېسته، اوس دا څو کاله کېږي، چې بېکاري او اقتصادي مشکلات مې زیات شوي، نه یې وینه په بیه اخېستی شم او نه یې د تداوۍ وس لرم، دلته د تلاسیمیا لپاره کومه دولتي شفاخانه هم نشته، چې د خپل زوی تداوي په کې وکړم، ډېر زیات مشکلاتو سره مخ یم، د زوی صحت مې ورځ تر بلې د بدتر کېدو په حال کې دی.»

لس کلنه مرحبا چې پر تلاسیمیا ناروغۍ اخته ده، د کونړ ولایتي روغتون ته د وینې بدلولو په موخه راوړل شوې، خو خپلې درملنې ته اندیښمنه ده. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

لس کلنه مرحبا چې له تېرو پنځو کلونو پر دې مرګونې ناروغۍ اخته ده له مرستندویه ادارو او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د تلاسیمیا ناروغۍ لپاره دې ځانګړی روغتیايي مرکز جوړ کړي، ترڅو د دا ډول ناروغانو ستونزو ته رسېدنه وشي.

نوموړې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «زه او زما په شان مریضان ډېر په مشکلاتو کې ګېر یو، دلته کونړ کې د تلاسیمیا دولتي شفاخانه نشته، مونږ ته دې موسېسات او حکومت [طالبان] شفاخانه جوړه کړي، چې زمونږ تداوي په کې په اسانه وشي؛ ځکه زمونږ کورنۍ سختې غریبې دي او زمونږ د تداوۍ وس نه لري.»

ورته مهال نورستان کې هم پر تلاسیمیا ناروغۍ د اخته ناروغانو کورنۍ نیوکه کوي، چې په دې ولایت کې د تلاسیمیا ناروغانو لپاره هېڅ ډول روغتیايي اسانتیاوې نشته، چې له امله یې د ناروغانو اندېښنې ډېرې کړي.

دوی باور لري، که اړوندې مرستندویه ادارې او د طالبانو حکومت دې برخې ته پام ونه کړي پر تلاسیمیا ناروغۍ اخته ناروغان به یوازې د ژوند وروستیو سلګیو ته شېبې شماري.

د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکی فریدالله چې خپل درې کلن زوی یې پر تلاسیمیا ناروغۍ اخته دی له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «نورستان کې نه یوازې دا چې د تلاسیمیا ناروغانو لپاره کوم دولتي روغتون نشته؛ بلکې په ولایتي روغتون کې هم داسې درمل نشته، چې د تلاسیمیا ناروغانو لپاره ورکړل شي، زما زوی ډېر ضعیف شوی دی، وس مې نشته، چې د خپل اولاد شخصي تداوي وکړم، یوازې د خپل زوی د مرګ تشویش راسره دی.»

کوچنی طاهر جان چې پر تلاسیمیا اخته دی، په هرو دوو اوونیو کې یو ځل خپله وینه بدلوي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

موږ هڅه وکړه، چې په کونړ او نورستان کې پر تلاسیمیا ناروغۍ د اخته ناروغانو او د هغوی د کورنیو د شکایتونو او ستونزو په تړاو د یادو ولایتونو د روغتیا ریاستونو لپاره د طالب مسوولینو نظر هم واخلو، خو له پرلپسې هلو ځلو وروسته بیا هم د هغوی په نظر اخېستو ونه توانېدو.

کونړ او نورستان کې پر تلاسیمیا ناروغۍ اخته ناروغان او د هغوی کورنۍ داسې مهال شکایت کوي، چې د تېر جمهوریت پرمهال په کونړ کې یو شمېر ځوانانو د تلاسیمیا ناروغانو لپاره د وینې او د هغوی د درملنې لپاره دوامداره کمپاینونه کول، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا چاره هم ټکنۍ شوې او پر دې ناروغۍ د اخته ناروغانو هیلې یې مړاوې کړې دي.