اطلاعات روز: کندهار کې د اسعارو د سوداګریز مارکیټ صرافان وایي، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ورته د جواز اخيستلو او تضمين ورکولو شرايط سخت کړي او یوازې د ګوتو په شمېر صرافان یې پوره کولای شي.
کندهار کې د صرافانو د اتحادیې مشر قندي اغا وایي، د افغانستان بانک د صرافۍ د فعالیت جواز اخیستل سخت کړي او هر غوښتونکی باید د ۱۰۰۰ لکه افغانیو سرمایې په درلودلو سره په ۱۰۰ لکه افغانۍ د فعالیت جواز واخلي.
نوموړی زیاتوي، چې کندهار کې ډيری صرافانو نور ټول شرایط پوره کړي، خو په خبره یې چې صرافان نه دومره پانګه لري او نه یې وس رسیږي چې دومره لوړ تضمین ورکړي.
قندي اغا وویل: «دلته زموږ په مملکت کې د کمزورۍ له وجې څخه ولس دومره امادګي نه لري چې دومره ډيرې پيسې ورکړي دغه تقريبا ۱۵لکه ډالرو ته دا سرمايه رسېږي، په افغانستان کې هغه صرافانو چې د دې وس او توان یې درلود هغو دغه جوازونه واخيستل او اوس خپل کار فعاليت پرې کوي هغه چا چې د دې وس او توان نه درلود هغه دغسې پاتې دي د دولت څخه د دې غوښتنه کوو چې موږ ته زموږ د وس مطابق جواز بايد راکول شي چې موږ هم خپل د صرافۍ فعاليت وکړو.»
د کندهار د صرافۍ په مارکیټ کې یو صراف سردار خان وايي، صرافان د دې وس نه لري چې د افغانستان بانک ته لس ميليونه افغانۍ بانکي تضمين ورکړی او ترڅنګ یې د زر لکه افغانیو پانګې ښودنه وکړي.
د ده په وينا، چې د ډیری صرافانو سرمايه شاوخوا شل زره امریکايي ډالره ده او هغوی نه شي کولای دغه لوړ رقم پوره کړي.
نوموړي وویل: «دلته اکثريت صرافان دي چې خوارانو شل زره ډالره سرمايه ده په درې زره په څلور زره افغانۍ يې کوټۍ نيولي، دغه د خپل اولادو لپاره يو څه پيدا کوي، نو دغه جوازونه پر دوی باندې بيخي لوړ دي، يو څو کسه صرافان کېدای شي دا جوازونه واخلي نور يې توان نه لري.»
يو بل صراف حبيب الله بیا وایي، چې ټول صرافان د داسې جوازونو د اخیستلو توان نه لري او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې صرافانو ته دې د هغوی د پانکې په اندازه شرایط وضعه کړي.
حبيب الله وويل: «دا اتلس کاله کېږي موږ دلته فعاليت کوو لس يا شل کسه به د جواز توان ولري مګر دا نور ټوله بې کاره کېږي، سل لکه افغانۍ پر يوه جواز اخيستل بيخي ډيرې دي، پخوا درې ميليونه بانکي تضمين و او لس ميليونه سرمايه لرل و، اوس يوازې لس ميليونه پر يوه جواز اخيستل کېږي.»
د معلوماتو له مخې کندهار کې دا مهال ۶۰۰ لوی او ۱۲۰۰ وړې صرافۍ فعالیت کوي، چې له لارې یې شاوخوا ۶۰۰۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د صرافۍ جواز اخیستلو لپاره د افغانستان بانک نویو شرایطو صرافان اندیښمن کړي او وايي، که شرایط اسانه نه شي، نو مجبور دي چې خپل کار پریږدي او ورسره به زرګونه کسان هم بې کاره شي.