close
@US4AfghanPeace

د امريکا او ازبيکستان چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ وايي چې د ازبيکستان د ملي امنيت د شورا له مرستيال او د افغانستان لپاره ددې هيواد له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشيف سره يې په واشنګټن کې خبرې کړې دي.

د امريکا ځانګړي استازي نن (يکشنبه، ۲۰ د غبرګولي) پر ايکس د يوه پوسټ په خپرولو سره ويلي چې دوی «د پراخو مشترکو ګټو» او «په افغانستان کې د راتلونکې تګلارې» په اړه خبرې کړې دي.

توماس ويسټ د افغانستان په اړه د ازبيکستان له چارواکو سره د خپلو خبرو نور جزييات نه دې خپاره کړي.

دا ليدنه په داسې مهال کې ترسره کېږي چې ټاکل شوې تر نورو راتلونکو شلو ورځو پورې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه جوړه شي.

د ملګرو ملتونو وياند سټيفان دوجاريک ويلي چې د دې غونډې موخه «په منسجمه، همغږې او ساختارمنده توګه له افغانستان سره د نړیوال تعامل زياتول دي».