اطلاعات روز: د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا ويلي، چې له بنديز سره د مخ ډلو له نوملړه د طالبانو د احتمالي حذف اړتيا له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون له دې ډلې سره د اړيکې نيولو پر اساس ده.
نوموړې د سنپيټرزبورګ د نړيوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې ويلي: «ځيني بلاګران او ورځپاڼه ليکونکي دې واقعيت ته چې روسيه د طالبانو له خوځښت يا هم د افغانستان له اوسني دولت سره په اړيکه کې ده، قهرجن غبرګون ښيي. کوم کسان چې په دې اړه ليکل کوي، هغوی ظاهرا دې ته پام نه کوي چې له نشه يي توکو، ترهګرۍ او سازمان شويو جناياتو په څېر ستونزو سره د مبارزې لپاره اړيکې ته اړتيا ده.»
ماريا زاخارووا زياته کړې چې «دا زموږ په ګټه ده چې بدلونو ته په عملي او ملي ګټو ته په پام ځواب ووايو».
د روسیې د بهرنيو چارو وزارت وياندې زياته کړې، چې دا پوښتنه اوس د ټولو لپاره ډېره په زړه پورې ده چې له بنديز سره د مخ ډلو له نوملړه په اصطلاح د طالبانو د حذفولو تصميم به څوک، څرنګه او په څه ډول نيسي.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ويلي و، چې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم حذفولو وړانديز د دې هيواد د بهرنيو چارو او عدليې وزارتونو له لوري پوتين ته شوی دی.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم د افغانستان په اړه په خپلو څرګندونو کې ويلي و، چې طالبان د افغانستان اوسني چارواکي دي او له دې ډلې سره د اړيکو ټينګول ضروري دي.
په تازه توګه د قزاقستان ولسمشر جومارت توکایف هم اعلان کړی چې هيواد يې د سوداګریزو او اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه حذف کړي دي.