طالبانو د ۱۴۰۰ لمريز کال د زمري مياشتې پر ۲۴مه د افغانستان د جمهوري دولت تر سقوط وروسته واک ونيوه او په تدريجي توګه يې ټول حقوقي چوکاټونه او د نظم پخواني جوړښتونه لغوه کړل چې د وګړو د بنسټيزو حقونو او ازاديو بنسټ ګڼل کېدل. په نوي نظم کې د اسلامي امارت تر نوم او بيرغ لاندې ټول وګړي په حقيقت کې «تابع» دي چې لارښوونې ته اړتيا لري، تر څو يوه متحده او د «شریعت تابع» (د هغو کسانو له تعبیر سره سم چې واک ورسره دی) ټولنه رامنځته شي. د طالبانو له چلند څخه هم داسې ښکاري چې د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره له هرې وسيلې کار اخيستل روا ګڼي.
داسې نظم او وضعيت په طبيعي توګه د افغانستان د ټولنې له ټولنيز-کلتوري جوړښت سره په تضاد او ټکر کې دی. د قومي تنوع له شاخصونو سره سم افغانستان په نړۍ کې دروېشتم هيواد دی چې قومي تنوع په کې ډېره زياته دی او د ځينو سرچينو په وينا په دې هيواد کې تر پنځوس زيات قومونه ژوند کوي (موسوي، ۱۳۷۹: ۲۲). په افغانستان کې له قومي تنوع سره-سره د هندوانو، سيکانو، عيسايانو او بهايانو په ګډون د غير اسلامي دينونو پيروان او د جعفري شيعه، اسماعيلي شيعه، احمديه او د صوفيانو د بېلابېلو طريقو د پیروانو په ګډون د غير حنفي مذهبونو پيروان ژوند کوي. پر دين باور نه لرونکي او همجنسپالان د دې متنوع جوړښت نورې ډلې ګڼل کېږي. د يو لاسي نظم او متنوعې ټولنې په تضاد کې تر اوسه ظاهرا هڅه داده چې د دويمې په نابودولو سره لومړی وساتل شي. دا بهير اوږده مخينه لري او اوسني طالبان هم د طالبانو د تېرې دورې (۱۳۷۵-۱۳۸۰) په څېر پر همدې لار روان دي.
په تېرو ۳۳ مياشتو کې طالبانو په رسمي يا «ديفاکتو» توګه زيات محدودوونکي ګامونه اخيستي چې له کبله يې د قومي، ديني، مذهبي او جنسيتي ډلو بنسټيز حقونه او ازادۍ په کې سلب شوې دي. د کلي شننې له مخې، دا اقدامات په دوو برخو کې ترسره کېږي: لومړی، له يادو شويو ډلو سره د تړلو مشخصو افرادو د حقونو او ازاديو سلبول؛ دا حقونه او ازادۍ د «له ملي يا قومي، ديني او ژبنيو لږکيو سره د تړلو اشخاصو په اعلاميه» کې چې د ۱۹۹۲ پر مهال تصويب شوې راغلي او له مشخصو ډلو سره تړاو لري. دويم، د دې تړاو اساس دادی چې له دې ډلو سره تړاو لرونکي افراد به له هغو بشري او ښاروندۍ حقونو بې برخې وي چې د انسان او د يوه ښاروند/تبع په توګه يې بايد ترلاسه کړي. په دې لیکنه کې هڅه شوې ده چې د همدې وضعيت يو کلي تصوير وړاندې کړي. د يادونې وړ ده چې په دې ليکنه کې د «لږکيو/اقلیت» اصطلاح نه ده کارول شوې، ځکه په دې اړه يو لړ بحثونه شته دي.
د شيعه ګانو او هزاره ګانو وضعيت
شيعه هزاره ګان په مشخصه توګه د خپل قومي او مذهبي هويت له کبله په پرلپسې توګه د بريدونو هدف دي. په ځينو مواردو کې دا بريدونه د طالبانو د ځواکونو له لوري شوي دي. د بېلګې په توګه، په افغانستان کې پر بشري حقونو د څار لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ له راپور سره سم، طالب ځواکونو د سرپل ولايت پر بلخاب ولسوالۍ د بريد پر مهال لس ملکي هزاره وګړي په خپلسرې توګه ووژل. د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په دې جګړه کې ۲۷ زره ملکي هزاره وګړي بې ځايه هم شول. همدا راپور زياتوي چې داسې قوي شواهد شته چې ښيي په دې وژنه کې قومي تعصب و. (بېنټ، ۲۰۲۲) يوه بله بېلګه په غور ولايت کې د ۲۰۲۲ کال د جون مياشتې پر مهال د يوې دوولس کلنې نجلۍ په ګډون د شپږو هزاره وګړو شکنجه او وژنه ده چې د بښنې د نړیوال سازمان له لوري دا پېښه مستنده شوې ده.
ورته مهال هزاره وګړي له پراخو ترهګريزو بريدونو سره مخ دي او له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۴ کلونو پورې د ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ راپورنه د دې بريدونو پر سيسټماټيکوالي ټينګار کوي. د دې ټولو بريدونو مسووليت چې پر د ښوونځيو، روغتونونو، عامه نقليه وسایلو او عبادتځايونو په څېر پر ملکي ځايونو شوي دي، داعش ډلې منلی دی. د ملګرو ملتونو له وروستي راپور سره سم، داعش خراسان ډله د القاعدې په ګډون له هغو څو ترهګرو ډلو څخه يوه ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې فعاليت کوي او تر ډېره حده پر شيعه ګانو بريدونه کوي. په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د يوناما وروستی راپور چې د ۱۴۰۰ کال د زمري مياشتې له ۲۴ څخه د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي د مياشتې تر نهمې نيټې پورې دی، ښيي چې هزاره ګان او شيعه ګان د ټولو قربانيانو نيمايي برخه دي. له هماغه وخته بيا تر اوسه همداسې بريدونه روان دي. د ريچارډ بېنټ وروستی راپور چې د ۱۴۰۲ کال له وږي بيا د مرغومي تر مياشتې پورې پر هزاره ګانو اووه بريدونه يې ثبت کړي دي، ټينګار کوي چې دا بريدونه پراخ او سيسټماټيک دي او په دې توګه د بشريت پر خلاف د جرايمو په څېر د نړیوالو جنایتونو اثار په کې ليدل کېږي.
د طالبانو حکومت هزاره ګان له يو شمېر ادارو شړلي دي. د ۱۴۰۰ کال د سلواغې په مياشت کې طالبانو له ټولو سطحو ټول هزاره قاضيان او قضايي کارکوونکي منفک کړل. د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورچي هم د ۲۰۲۲ کال په راپور کې ټينګار کوي چې طالبانو د هغو ولايتونو چې اکثريت اوسېدونکي يې هزاره شيعه ګان دي، په دولتي ادارو کې پښتانه ګمارلي دي. د طالبانو مشر د ۱۴۰۲ کال د وږي په مياشت کې شيعه ګان د دايکندي او باميان په ګډون د هزاره مېشتو ولايتونو د علماوو شورا له ترکيب څخه حذف کړل. د ريچارډ بېنټ دویم راپور هم ښيي چې طالبانو په باميان، دايکندي او غور کې له عدليې، کرنې، کانونو، ښوونې او روزنې او ښاروالۍ څخه کارمندان د قوميت پر اساس لېرې کړي دي (بېنټ، ۲۰۲۳). د ۱۴۰۳ کال په وري مياشت کې هم اطلاعات روز راپور ورکړ چې طالبانو هزاره ګان او ښځې د باميان ولايت د پوهنې رياست له جوړښت څخه حذف کړي دي، د دې ولايت اکثريت اوسېدونکي هزاره ګان دي. د يادونې وړ ده چې د دولتي ادارو قومي تصفيه يوازې تر دې مواردو او يوازې تر هزاره قوم پورې ځانګړې نه ده، بلکې ډېره پراخه ده.
همدا راز، واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له هزاره کليوالو سره د کوچيانو شخړې زياتې شوې دي. لکه څرنګه چې د افغانستان د شنونکو شبکې په دې وروستيو کې يو مفصل راپور ليکلی دی او ويلي يې دې چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په هزاره مېشتو سيمو کې د قدرت انډول د کوچيانو په ګټه تغيير شوی دی. د کوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ شخړه تاريخي مخينه لري او لږ تر لږه د نولسمې پېړۍ وروستيو دوو لسيزو ته رسېږي. د نولسمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې پر ټول هزاره جات د مرکزي حکومت د تسلط تر ټينګېدو وروسته بيا د شلمې پېړۍ تر اوومې لسيزې پورې، هزاره جاتو ته د کوچيانو د ورتګ مسئله د دې سيمو يوه داسې ستونزه وه چې هر کال راپورته کېدله. پر هزاره مېشتو سيمو د مرکزي دولت د تسلط تر کمزوري کېدو وروسته دا بهير شاوخوا دوې لسيزې ودرېد خو د شلمې پېړۍ په نهمه لسيزه کې پر هزاره جاتو د طالبانو د تسلط تر ټينګېدو وروسته دا بهير يو ځل بيا پېل شو او د جمهوريت پر مهال يې هم دوام درلود. د اطلاعات روز څېړنيز راپور چې د تېر کال په زمري مياشت کې خپور شوی، د دې شخړې پراخ اړخونه په ښه ډول څرګند کړي دي. له دې او د اطلاعات روز له يوه بل راپور سره سم، واک ته د طالبانو د رسېدو له مهاله هزاره ګانو د وينې د پور، ديت او تاوان په توګه کوچيانو ته شاوخوا ۹۰ ميليونه افغانۍ ورکړې دي. لکه څرنګه چې خپاره شوي راپورونه هم ښيي چې طالبانو په دې دعوو کې زیات وخت د کوچيانو په ګټه پرېکړې کړې دي.
په عين مهال کې کوچيان له جبري کډوالۍ سره هم مخ شوي دي. لکه څرنګه چې د اطلاعات روز راپور هم ښيي چې کوچيانو په اکثريت هزاره مېشتو سيمو کې د خلکو په ځمکو او کورونو دعوې کړې دي او په يو شمېر مواردو کې هزاره ګان کډوالۍ ته اړ کړل شوي دي. د ريچارډ بېنټ له دويم راپور سره سم، د ۱۴۰۰ کال له وږې مياشتې راهيسې، په دايکندي ولايت کې له بېلابېلو کليو شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې دي (بېنټ، ۲۰۲۳). له همدې راپور سره سم، د همدې کال يوازې په وږي مياشت کې شاوخوا ۲۸۰۰ هزاره کورنۍ له ارزګان او دايکندي ولايت څخه کډې کولو ته مجبورې شوې دي. جبري کډوالي او د ۱۴۰۱ کال پر مهال د سرپل په اتو کليو کې د هزاره ګانو د شپږ زره جريبه ځمکې غصب هم په دې راپور کې ياد شوي. جبري کډوالي په نورو ولايتونو او د نورو قومونو په سيمو کې هم شوې او له بدخشان، پروان، جوزجان او ميدان وردګ ولايتونو څخه ځينې موارد يې په دې راپور کې ياد شوي دي (بېنټ، ۲۰۲۳). د ريچارډ بېنټ په وروستي راپور کې د بغلان، غزني، غور، کابل، تخار او ارزګان په ګډون له نورو ولايتونو څخه هم يادونه شوې ده (بېنټ ۲۰۲۴).
په مذهبي، قضايي او کلتوري برخه کې هم هزاره ګان او شيعه ګان له زياتو محدوديتونو سره مخ شوي دي. طالبانو شيعه مذهب په رسميت نه پېژني، «د اهل تشیع د شخصي احوالو قانون» يې لغوه کړی دی او د شيعه ګانو ټولې دعوې له حنفي فقهې سره سم فيصله کوي. د طالبانو قاضی القضات شيخ عبدالحکيم حقاني په خپل کتاب کې چې د دې ډلې رهبر هم تاييد کړی دی، ليکلي چې «د افغانستان دولت مکلف دی تر څو په ټولو محکمو او د ژوند په نورو چارو کې پر حنفي مذهب عمل وکړي…» (ص. ۵۰). دې کتاب د افغانستان اکثريت اوسېدونکي د حنفي مذهب پيروان ګڼلي او ليکلي يې دې چې له حنفي مذهب پرته پر بل مذهب عمل «د افغانستان د خلکو په ځانګړي توګه عامو وګړو لپاره پیغور ګڼل کېږي». (ص. ۵۲) همدا راز يې ويلي چې «دولت بايد په لږکيو ته په قضايي برخه کې هيڅ ډول امتياز هم ورنه کړي، ځکه چې په قضايي برخه کې لږکيو ته سهم ورکول د دولت د کمزوري کېدو لامل کېږي…» (ص. ۵۳). حقاني اقليتونو ته د امتياز ورکول د عثماني امپراتورۍ د سقوط لامل ياد کړی. (ص. ۵۴)
د هرات لپاره د طالبانو والي نور احمد اسلام جار په خپل کتاب کې د شيعه مذهب پيروان «قبوريه فرقه او تکفيريه» ياد کړي او ادعا يې کړې چې دوی د تاريخ په اوږدو کې «د مسلمانانو ترمنځ د کفارو لاسپوڅي» وو. (ص. ۱۷۴-۱۷۷) که څه هم دا کتاب د جمهوريت په وروستيو کې په هرات کې په عربي ژبه خپور شوی دی، خو داسې قوي دلیل نشته چې وښيي د طالبانو ترمنځ دا دريځ بد ګڼل کېږي. د عبدالحکيم حقاني په کتاب کې هم دې ته ورته باورونه موندل کېږي. د ۱۴۰۲ کال د ليندۍ مياشتې پر مهال د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم د کونړ ولايت په سيد جمال الدين افغان پوهنتون کې وويل، چې په افغانستان کې يوازې يو مذهب شته دی. د ريچارډ بېنټ په راپور کې هم راغلي چې په مجازي فضا او د جمعې د لمانځه په يو شمېر خطبو کې د هزاره ګانو پر خلاف د نفرت خپرول چې د هغوی د وژنې بلنه هم په کې شامله ده، د انديښنې وړ خبره ده (بېنټ، ۲۰۲۲).
د شيعه ګانو پر يو شمېر مذهبي مراسمو په ځانګړې توګه د عاشورا پر لمانځنې هم محدوديتونه لګېدلي دي. د ۱۴۰۲ کال د زمري د مياشتې په لومړيو کې طالبانو د غزني په ښار کې د وير کوونکو د خپرولو لپاره پر خلکو ډزې وکړې چې له کبله يې د يوې ښځې او يو ماشوم په ګډون څلور هزاره ګان ووژل شول او شپږ تنه نور ژوبل شول. د بښنې نړیوال سازمان هم د دې پېښې راپور ورکړی دی.
طالبانو شيعه مذهب د لوړو زده کړو له نصاب څخه هم حذف کړی دی. په عين مهال کې د رواداري موسېسې له راپور سره سم، طالب چارواکو په يو شمېر ولايتونو کې د شيعه کتابونو د چاپ، پلور او خپرولو مخنيوی هم کړی دی، هغه يې د شريعت خلاف بللي او بنديز يې پرې لګولی دی. راپورونه ښيي چې هيواد ته هم د داسې کتابونو د راوړلو مخه نيول شوې ده. دا بنديز د هزاره ګانو، تاجکانو او ازبکانو له تاريخ سره پر تړلو کتابونو هم لګېدلی دی. په ځینو نورو مواردو کې طالبانو له چاپ خانو ژمنه اخيستې چې د دوی له اجازې پرته به څه نه چاپوي. لکه څرنګه چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال د ريچارډ بنټ په راپور کې هم ويل شوي چې طالبانو د هرات او مزار شريف د ښارونو په ګډون په يو شمېر ښارونو کې ځينې فارسي لوحې په پښتو لوحو اړولې دي (بنټ، ۲۰۲۳). راپورونه ښيي چې د طالبانو په ادارو کې فارسي ستيزي پراخه ده او سترګې پرې نه شي پټېدلای.
د نورو عقيدوي ډلو، همجنسپالانو او معلولو افرادو وضعیت
وروستي يهودي واک ته د طالبانو تر رسېدو لږ وخت وروسته د ۱۴۰۰ کال د وږي په مياشت کې افغانستان پرېښود. د افغانستان د هندوانو او سيکانو نفوس هم د نابرابرو شرایطو او پراخو امنيتي ګواښونو له کبله مخ پر کمېدو دی. د ريچارډ بېنټ راپورونه ښيي چې له دې دوو قومي-مذهبي ډلو څخه په افغانستان کې تر ۵۰ کم افراد پاتې دي. د افغانستان د يهودانو، هندوانو او سیکانو وضعیت يوه داسې خاموشه قومي-مذهبي تصفيه ده چې د وروستيو څو لسيزو پر مهال ترسره شوې ده.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د سيکانو، هندوانو، اسماعيليانو، بهايانو، عيسویانو، احمدیانو او د صوفيانه طريقو د پيروانو په ګډون د مذهبي-عقيدوي ډلو لپاره شرایط ډېر سخت شوي دي. د ريچارډ بېنټ له راپور سره سم، د طالبانو د ښوونې او روزنې وزارت د اسماعيليه مذهب پيروان مرتد اعلان کړي دي او د عيسويت او احمديه ډلې ځینو پيروانو راپور ورکړی دی چې طالبان هغوی ګواښلي چې زنداني به يې کړي (بېنټ، ۲۰۲۳). د بښنې د نړیوال سازمان په وروستي کلني راپور کې ويل شوي چې دا ډلې له تبعيض، تعصب او انزوا سره مخ دي. ځينې نور راپورونه هم ښيي چې طالبانو هندوان او سيکان په عام محضر کې د مذهبي مراسمو له ترسره کولو منع کړي دي او له دوی يې غوښتي چې «د مسلمانانو په څېر کالي واغوندي». کوم کم شمېر هندوان او سيکان چې په افغانستان کې پاتې دي، له تاوتريخوالي او ترهګريزو بريدونو خوندي نه دي. د ۱۴۰۱ کال د جوزا مياشتې پر مهال د کابل په کارته پروان سيمه کې د سیکانو پر ګوردواره ترهګریز بريد وشو چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او د دې ټولنې اووه نور کسان ژوبل شول. د ځانګړي راپورچې په راپور کې ويل شوي چې د طالبانو غړي د کابل په ګوردوارو کې سيکانو ته مزاحمت کوي (بېنټ، ۲۰۲۳).
د همجنسپالنې د ډلو غړي هم له محدوديتونو، ننګونو او زياتو ګواښونو سره مخ دي. د طالبانو په اند همجنسپالنه جرم دی. د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورچي له راپورونو او نورو شواهدو سره سم، همجنسپالان په پټه ژوند کوي او که وپېژندل شي نو د زندان له خطر او جسمي، جنسي او رواني تاوتريخوالي سره مخ کېږي. د بشر حقونو څار په يوه مفصل راپور کې چې د ۱۴۰۰ کال د سلواغې مياشتې پر مهال خپور شوی، د همجنسپالانو د ژوند سخت شرایط او د هغوی پر وړاندې شته ګواښونه يې را اخيستي دي. د دې ډلې د غړو انساني کرامت تل نقض کېږي او په هيڅ توګه هم د هغوی لپاره د ارام او پتمن ژوند شونتیا نشته.
معلول وګړي هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له زياتو ستونزو سره مخ دي. دا افراد له دولتي جوړښتونو په کلي توګه او د دوی له ژوند او حقونو سره تړلو تصميم نيوونکو جوړښتونو څخه په مشخصه توګه حذف شوي دي. داسې راپورونه هم ورکړل شوي دي چې د دې ټولنې له غړو سره په مرسته کې لاسوهنه شوې ده او مرستې پرې قطع شوې دي (بېنټ، ۲۰۲۴). هغه معلول وګړي چې په پخواني نظام کې يې کار کړی دی، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په وسله والو ځواکونو کې يې خدمت کړی، له محرومیتونو او زياتو ګواښونو سره مخ دي. ډېری معلول افراد د مرستو په ثبت او وېش کې له بې عدالتۍ شکايت کوي او له دې بهيره راضي نه دي؛ دوی شکايت کوي چې طالبانو هغه کورنۍ او افراد د معلولو وګړو په نوملړ کې ځای کړي دي چې د دوی د خوښې وړ دي او هماغوی ته لومړيتوب ورکوي. يونيسکو سازمان تېر کال اعلان وکړ چې په افغانستان کې تر دوه ميليونه زيات وګړي له سخت معلوليت سره ژوند کوي او له دوی څخه يوازې ۵۰۰ تنه يې زده کړو ته لاسرسی لري. نورو خدماتو او ملاتړ ته لاسرسی هم ډېر محدود دی.
لنډيز
د طالبانو امارت د خپل مشروعيت سرچينه «غلبه او زور» ګڼي او د خپل نظام اطاعت «واجب» بولي؛ شيخ عبدالحکيم حقاني دا موضوع په صراحت سره سره په خپل کتاب کې ياده کړې ده (حقاني: ۱۲۲). د طالبانو امارت پر دوو ستنو ولاړ دی: مذهب او قوميت. طالبان له کومې پوښتنې او ګرويږنې پرته د دواړو د استازيتوب دعوه کوي. له دیني-مذهبي اړخه دا ډله خپل ځان فاتح او بريالی ګڼي او داسې انګېري چې بايد د شريعت پر اساس ارماني ټولنه رامنځته کړي. له بله اړخه او په عملي توګه خپل ځانونه د پښتون قوم استازي بولي او ادعا کوي پښتانه د افغانستان د ټولنې غوڅ اکثريت دي او له همدې کبله يې حکومت طبيعي حق دی. که څه هم د حنفي مذهب نورو پيروانو او د پښتنې ټولنې غړو د طالبانو دا ادعا ننګولې ده، دا ډله پر همدې بنسټ خپله واکمني مشروع ښيي او هم د يوې ډلې د غلبې او د تنوع او تکثر پر اساس ولاړ سیاستونه توجيه کوي.
په دې حذف ګرا او تکثرګریز چوکاټ کې قومي، ديني-مذهبي او جنسيتي ډلو د تېرو درې ديرش مياشتو پر مهال زيات زيان ليدلی دی او خپلو تر ټولو ابتدايي حقونو او قانوني ملاتړ ته يې لاسرسی بايللی او همدا راز له خپلو مدني ازاديو څخه بې برخې شوي دي. داسې ښکاري چې دا بهير به د طالبانو په امارت کې روان وي او هغه ډلې چې له طالبانو سره همغږې نه وي، له زياتو زيانونو، ګواښونو او فشارونو سره به مخ شي.
سرچينې:
سید عسکر موسوی، هزارههای افغانستان: تاریخ، فرهنگ، اقتصاد و سیاست (چاپ اول: ۱۳۷۹). ترجمهٔ اسدالله شفایی. تهران: انتشارات مؤسسه فرهنگی هنری نقش سیمرغ.
شیخ عبدالحکیم حقانی، امارت اسلامی افغانستان (۱۴۰۱). ترجمهٔ دکتر محمد صالح مصلح. هالند: انشارات شهمامه.
مؤسسه رواداری، «وضعیت دسترسی به عدالت در نظام عدلی و قضایی طالبان» (جون ۲۰۲۳). وبسایت مؤسسه رواداری.
مؤسسه رواداری، «محدودیت، سرکوب و سانسور: وضعیت دسترسی به آزادی بیان در افغانستان» (می ۲۰۲۴). وبسایت مؤسسه رواداری.
نور احمد اسلام جار، مباحث فی العقیدة الماتریدیة المسمی معتمد ماترید من معتقد ماترید (ثور ۱۴۰۰). هرات: المکتبة الاسلامیه (رواشان، دارالعلوم اسلامیه).
ریچارد بنت، گزارشگر ویژه ملل متحد برای نظارت بر حقوق بشر در افغانستان، «وضعیت حقوق بشر در افغانستان»، نهم سپتامبر ۲۰۲۲. اینجا در دسترس است.
ریچارد بنت، گزارشگر ویژه ملل متحد برای نظارت بر حقوق بشر در افغانستان، «وضعیت حقوق بشر در افغانستان»، نهم فبروری ۲۰۲۳. اینجا در دسترس است.
ریچارد بنت، گزارشگر ویژه ملل متحد برای نظارت بر حقوق بشر در افغانستان، «وضعیت حقوق بشر در افغانستان»، ۲۳ فبروری ۲۰۲۴.