close

متقاعد امريکايي جنرال: د دوحې مذاکراتو طالبانو ته نوې ساه ورکړه

 اطلاعات روز: د امريکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) پخواني قومندان فرانک مکنزي ويلي چې د دوحې د مذاکراتو ډول طالبانو ته نوې ساه ورکړه، خو امريکا ته يې هیڅ ګټه ونه کړه.

ده له امريکا غږ سره په خبرو کې ويلي چې که امريکا د دوحې په مذاکراتو کې «بشپړه ويده» نه وای، د دوحې د توافق پايلې به يو څه ښې وای.

دې متقاعد امريکايي جنرال ويلي چې امريکا د دوحې د توافق په لاسليکولو سره هوکړه وکړه چې له افغانستانه له يوه مهالوېش سره سم ووزي، خو دې توافق طالبان نه اړ کول چې خپل تعهدات پوره کړي.

ده ويلي: «خو طالبان مو د هغو تعهداتو ترسره کولو ته اړ نه کړل چې ورته ورکړل شوي وو. له همدې وجې که موږ د مذاکراتو په بهير کې بشپړ ويده نه وای، نو کېدلای شوای چې دا توافق يو څه ښه نتېجه ورکړې وای. د مذاکراتو ډول طالبانو ته نوې ساه ورکړه.»

مکنزي زياته کړې چې د افغانستان د حکومت چارواکي د دوحې له مذاکراتو ګوښه کړای شول او هغوی تر دې کچې پاشلي وو چې امريکا راغونډ نه کړای شول.

د سنټکام پخواني قومندان له طالبانو سره په مذاکراتو کې د امريکا د مذاکره کوونکي زلمي خليلزاد د کړنو په تړاو د پوښتنې چې ايا نوموړي په مذاکراتو کې د متحده ايالاتو ګټو ته پام کاوه، ويلي چې انګېري «کوم څه چې شوي دي، د هغو مذاکراتو له مخې يې موږ ته ګټه ونه کړه چې ترسره شول.»

مکنزي زياته کړې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست مياشتې پر مهال چې په افغانستان کې څه وشول د امريکا د دوو ادارو (ټرمپ او بايډن) د کړو پايله وه.

د ده په وينا، د ټرمپ او بايډن تر منځ له عمده توپيرونو سره-سره دواړو دا مشترک سياست غوره کړی و چې پايلو ته له پام پرته له افغانستانه امريکايي ځواکونه وباسي.

مکنزي ويلي: «فکر کوم دواړو ادارو يو ډول چلند کاوه او دا چلند اخير هم د ۲۰۲۱ په اګست کې د هغه څه لامل شو چې پېښ شول.»

د سنټکام پخواني قومندان په دې خبرو کې له افغانستانه د امريکا د وتلو بيه «ډېره درنه» بللې او ويلي يې دې چې د امريکا اعتبار ته زيان واووښت او دې هيواد چې په اوکراين کې څه کړي دي، ښايي دا زيان يې تر يوه حده جبران کړی وي.

ده ويلي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو داعش خراسان ډلې ته تازه ساه ورکړه او دا ډله په افغانستان کې تر يوه حده د ودې په حال کې ده.

مکنزي د خپلو خاطرو په کتاب کې له طالبانو سره د دوحې توافق‌ليک «په مذاکراتو کې يوه تر ټولو بده تېروتنه» بللې او د نوموړي په وينا، «د افغانستان دولت يې ختم کړ».

ده په دې کتاب کې ليکلي چې له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د وتلو په اړه د ولسمشر له پرېکړي سره سخت مخالف و او حتا غوښتل يې چې استعفا ورکړي.