اطلاعات روز: د بشر حقونو څار د افغانستان په اړه د دوحې درېيمه غونډه د دې هيواد د ښځو تر څنګ د درېدو او ملاتړ يو فرصت بللی دی.
ټاکل شوې ده چې د جون مياشتې په پای کې د افغانستان په اړه د هيوادونو ځانګړي استازي په دوحه کې سره وويني او د دې هيواد په اړه د نړيوالې ټولنې د تګلارې په اړه خبرې وکړي.
د بشري حقونو څار په خپل ورځني راپور کې ويلي چې دا غونډه د افغانستان د ښځو تر څنګ د درېدو او د هر هغه کار د مخنيوي يو فرصت دی چې ښايي د بشري حقونو جدي کړکېچ بې اهميته وښيي يا هم طالبانو ته مشروعيت ورکړي.
دې بنسټ ويلي چې د افغانستان ښځې د هغه څه په اړه چې بايد ترسره شي واضح دريځ لري او دا چې نړيواله ټولنه بايد طالبان د ښځو او نجونو پر خلاف د خپلو جنايتونو له وجې وپوښتي.
همدا راز هيوادونه بايد په ملګرو ملتونو کې طالبانو ته څوکۍ ورنه کړي او نه يې هم په دې سازمان کې غونډو ته ور وبولي.
د بشر حقونو د څار په راپور کې ويل شوي چې «هيڅوک هم بايد پر رژيم لګېدلي بنديزونه لغو نه کړي تر هغو چې په بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو په حقونو کې تاييد شوی ښه والی نه وي راغلی».
دې بنسټ زياته کړې چې د افغانستان د ښځو وضعيت په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو جدي کړکېچ دی او د نړيوالو کارپوهانو له لوري د «جنسيتي اپارتايډ» په توګه غندل شوی دی.
د بشر حقونو څار ويلي چې له منځنيو او لوړو زده کړو د ښځو او نجونو بندول د ټول هيواد لپاره يو ناورين دی.
د بشر حقونو د څار کارپوهې هيډر بار له زده کړو څخه د نجونو زر ورځني محروميت ته په اشارې ويلي چې په دې موده کې کوم هنرمندان، ډاکټران، شاعران او انجينران له لاسه وتلي هيڅ ځایناستی نشي درلودلای.
دې ويلي: «افراد له لاسه وتلي، استعدادونه له لاسه وتلي، هيلې له لاسه وتلې او ژوندونه له لاسه وتلي.»
د بشر حقونو څار ويلي چې په ټولنه کې د نيم نفوس د ګډون مخنيوی د پرمختګ مخه نيسي او [داسې مثال لري لکه] تر سيالۍ وړاندې چې پښې غوڅې کړای شي.