close
Photo: Sent to Etilaatroz

ننګرهار کې دوه ځوانان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې دوه ځوانان د کابل سیند کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي چې تر اوسه یې مړي تري تم دي.

د سیمې اوسیدونکی زلمی وایي، پېښه تېره ورځ (سې شنبه،٢٢ د غبرګولي) مازدیکر د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند «افغان مېنې» سیمې ته څیرمه د کابل سیند کې رامنځته شوې.

 د نوموړي په خبره یاده پېښه کې د عبدالواحد او فرهاد په نامه دوه ځوانان د کابل سیند کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي او تر اوسه یې جسدونه نه دي موندل شوي، خو د موندلو لپاره يې د ځایي مسوولینو او خلکو له خوا هڅې روانې دي.

د هغه په خبره دغه دوه ځوانان سیند ته د لامبو په موخه تللي وو، چې اوبو ډوب او وړي دي.

په دې وروستیو کې د هیواد له نورو ګرم سیره ولایتونو سربیره ننګرهار کې هم دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې د سیند له اوبو سره د لامبو پر مهال بې احتیاطي او نابلدتیا ښودل شوې.