اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د یوې ۱۶ کلنې نجلۍ جسد موندل شوی دی.
یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې د یادې نجلۍ جسد تېره ورځ (سېشنبه، ۲۲ د غبرګولي) د مارجې ولسوالۍ اړوند «خروټو» کلي کې موندل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې یاده ۱۶ کلنه نجلۍ په مرموز ډول وژل شوې او جسد یې د اوبو یوې ویالې ته اچول شوی دی.
هلمند کې طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د دې وژنې لامل په ډاګه شوی دی.
په دې ورستیو کې د هیواد په یو شمیر سیمو کې پټې وژنې زیاتې شوي او عاملین یې تر ډیره نامعلوم وي.
څو ورځې وړاندې د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې هم د یوې ښځې مړی موندل شوی و.