اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پارون کې د سیند په اوبو کې يوه کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې یو کس مړ او دوه نور ژوبل شوي.
د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو رییس قاري سمیع الحق حق بیان وایي، دغه پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۳۰ د غبرګولي) له غرمې وروسته د پارون اړوند برېښنا کوټ ته څېرمه د سیند په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله رامنځته شوې.
نوموړی زیاتوي، مړ شوی کس عبدالواحد نومېږي او د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د «کشتوز» سیمې اوسېدونکی دی، چې د اختر په ورځو کې د چکر په موخه پارون ته راغلی و.
د ده په خبره، پېښه هغه مهال را منځته شوې، چې درېو کسانو غوښتل په کښتیو کې چکرې ووهي، چې کښتۍ پرې ډوبه شوې او په ترڅ کې یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې.
د هغه په وینا په دې کښتۍ کې دوه کسه نور هم سپاره وو، چې ژوندي ژغورل شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
دا لومړی ځل دی، چې د نورستان په مرکز پارون کې د سیاحتي کښتۍ د ډوبېدو له امله ځايي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.