اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر نښته شوې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان دي.
د کونړ د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند فرید دهقان وایي، دغه نښته وړمه ورځ (سې شنبه، ۲۹ د غبرګولي) مازدیګر ناوخته د ماڼوګي ولسوالۍ په «وردیش تنګي» سیمه کې رامنځته شوې.
دا چې د یادې شخړې له امله مړه او ټپیان د یوې کورنۍ غړي دي که د دواړو فرید دهقان یې په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.
دهقان زیاتوي، چې په ماڼوګي ولسوالۍ کې د طالبانو پولیسو په پېښه کې د لاس لرلو په تور له دواړو کورنیو شپږ کسان نیولي او تر څېړنو لاندې دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ځمکو پر سر نښتې زیاتې شوي، چې د مخنیوي په برخه کې یې طالبان پر ناغېړۍ تورن بلل کېږي.