close

د پناه غوښتونکي نړیواله ورځ؛ د بښنې نړیوال سازمان يو ځل غوښتنه کړې چې له پاکستانه دې د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ ودرېږي

اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان يو ځل بيا د «پناه غوښتونکي د نړيوالې ورځې» په مناسبت د پاکستان له دولت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ايستلو لړۍ دې سمدستي ودروي او په دې تړاو دې خپله پرېکړه بيرته واخلي.

دې بنسټ نن (پنجشنبه، ۳۱ د غبرګولي) پر ايکس ټولنيزې رسنۍ ويلي چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر مياشتې راهيسې چې د پاکستان حکومت د غير قانوني کډوالو د ايستلو په تړاو خپله پرېکړه اعلان کړې ده، په دې هيواد کې افغان کډوال په «بې برخليکۍ» کې ژوند کوي.

د بښنې نړیوال سازمان ويلي چې د پاکستان دا پرېکړه د افغان کډوالو د ځورونې او نيونې سبب شوې او د احتمالي ستنونې له وجې وېرېدلي دي.

د دې بنسټ له لوري په خپره شوې ويډيو کې ويل شوي چې پاکستان تر اوسه ۵۴۳ زره او ۷۷۷ کډوال افغانستان ته شړلي دي.

د بښنې نړیوال سازمان ويلي چې دا هيواد غواړي نور ۱.۴ ميليون بې اسنادو کډوال او پناه غوښتونکي هم افغانستان ته ستانه کړي.

د پاکستان دولت د تېر ميلادي کال پر مهال اعلان وکړ چې د امنيتي دلايلو له وجې بې اسناده افغان کډوال وباسي.

د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، په دې لړ کې تر نيم ميليون زيات کډوال له پاکستانه افغانستان ته تللي دي.

د روان ميلادي کال په لومړيو کې د پاکستان دولت اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ايستلو دويمه لړۍ پيلوي او په دې لړ کې د افغان تابعيت د کارډ (ای سي سي) لرونکي هم ايستل کېږي.

په عين مهال کې د طالبانو د کډوالو د چارو وزارت هره ورځ له پاکستانه د سلګونو افغان کډوالو د جبري ستنيدنې خبر ورکوي.

تر دې وړاندې نړيوالو بنسټونو د افغان کډوالو د ايستلو په اړه د پاکستان د دولت پر پرېکړه نيوکه کړې او د دې بهير د درېدو غوښتنه يې کړې.