اطلاعات روز: په ارزګان کې د طالبانو د اردو له څلورمې لېوا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دې ولايت د خاص ارزګان ولسوالۍ په بازار کې د اورلګېدنې له امله یوه ماشومه مړه او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دا اورلګېدنه تېره ورځ (پنجشنبه، ۳۱ د غبرګولي) غرمه مهال د خاص ارزګان د ولسوالۍ د تېلو په یوه پمپ کې رامنځته شوې.
طالبانو زياته کړې چې تر پېښې وروسته يې سیمې ته ځواکونه لېږلي او ګڼ شمېر کسان یې ژغورلي دي.
همدا راز ویل شوي چې ژوبل کسان د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې ښه بلل شوی دی.