اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې ادعا کوي، چې تېره شپه د دې ولایت د مرکز لښکرګاه ښار پر فضا دوو بې پیلوټه الوتکو ګزمې کړې دي.
یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي وویل، چې دغو الوتکو تېره شپه (یکشنبه، ۳ د چنګاښ) شاوخوا ۸:۰۰ بجې د مرکز لښکرګاه اړوند ساحو کې ګزمې وهلې دي.
سرچینې زیاته کړه، چې تر اوسه د ګزمه وهوونکو بې پیلوټه الوتکو د ګزمې لامل نه دی څرګند شوی.
هلمند کې د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه دا معلومه شوې چې یادې الوتکې د کوم هیواد څخه افغانستان ته را اوښتي دي.
څه موده وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي و، چې د امریکا په ګډون ګاونډیو هیوادونو د افغانستان فضایي حریم نقض کړی دی.