close

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یوې کورنۍ د خپل زوم سترګې ویستلي

اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ښکته میوند ولسوالۍ کې خسر او اوښیګانو د خپل زوم څخه سترګې ویستلي او ړوند کړی یې دی.

ښکته میوند ولسوالۍ کې ځایي سرچینو اطلاعات روز ته وویل، چې دا کس پرون (یکشنبه، ۳ د چنګاښ) د خپلې خسرګنۍ لخوا د ډوډۍ په پلمه کور ته بلل شوی و او تر هغې وروسته یې سترګې ترې ویستلي دي.

سرچینو د دغه کس نوم او د پیښې اصلي لامل یاد نه کړ، خو ویې ویل چې د دې کس او خسرګنۍ ترمنځ یې تردې څو ځله وړاندې هم لفظي او فزیکي شخړي شوې وې.

دغه راز ځینو سرچینو بیا وویل، چې یاد کس تر دې وړاندي خپله میرمن د خسر له کور څخه منعه کړې وه او هغې ته یې د پلار کور ته د تلو اجازه نه ورکوله.

کندهار کې ځایي طالب مسوولینو هم د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دغه ړوند شوی کس یې کندهار کې میرویس حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه لېږلی دی.

دوی په دې تړاو نور څه نه دي ویلي.