اطلاعات روز: ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د یو ځوان جسد له درې میاشتو لادرکۍ وروسته موندل شوی.
د وژل شوي ځوان یو نږدې خپلوان عبدالروف وایي، د کریم الله په نامه کس چې د روژې میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د خوږیاڼو ولسوالۍ له مربوطاتو څخه لادرکه شوی و، تېره ورځ (دوشنبه، ۴ د چنګاښ) یې مړی موندل شوی دی.
د نوموړي په خبره کریم الله په اصل د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند د «ترمۍ» سیمې اوسېدونکی و او مړی یې ځایي خلکو د پچیراګام ولسوالۍ په یو«ډاګ» کې په داسې حال کې موندلی چې پر بدن یې د مرمیو نښې وې.
د هغه د معلوماتو له مخې یاد ځوان په خوږیاڼو ولسوالۍ کې دوکاندري کوله.
ننګرهار کې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم د دې پېښې مسوولیت چا منلی دی.
له دې څه موده وړاندې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې هم په ورته پېښه کې د یو کس جسد تر دوه میاشتو لادرکۍ وروسته موندل شوی و.
ننګرهار کې په دې وروستیو دا ډول پېښې زیاتې شوي چې عام خلک یې اندیښمن کړي دي.