اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په یوه ورځ له ایران او پاکستان څخه درې زره او ۸۸۴ کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دې وزارت د اعلاميې له مخې، تېره ورځ (دوشنبه، ۴ د چنګاښ) درې زره او ۳۹۹ کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
دې وزارت ويلي، چې دا کډوال د هرات ولايت د اسلام کلا او د نيمروز د پل ابریشم له لارې هيواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په يوه بله اعلاميه کې ويلي، چې ۴۸۵ نور کډوال په جبري توګه له پاکستان څخه راشړل شوي او د تورخم له لارې هيواد ته راغلي دي.
دې وزارت ويلي، چې د دې کډوالو ترمنځ اړمن خلک تشخيص شوي او د کډوالۍ د نړيوال سازمان له لوري ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته شوې ده.
د روان لمريز کال پر مهال له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو او شړلو لړۍ دوام موندلی دی.
د روان ميلادي کال تر لومړيو پورې له دې دواړو هيوادونو تر يو ميليون زيات افغان کډوال خپل هيواد ته راشړل شوي وو.