close
MOFA.GOV.QA

د ښځو د برابرۍ مدافع شبکه: د دوحې په غونډه کې د ښځو نه ګډون د امنيت شورا د پرېکړه‌ليک نقض دی

اطلاعات روز: د ښځو د برابرۍ مدافع شبکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته د يوه ليک له لارې په دوحه کې د هيوادونو د ځانګړو استازو په درېيمه غونډه کې د ښځو او د افغانستان د مدني ټولنې د استازو د نه ګډون په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دا شبکه چې له هزاره ښځينه سياستوالو، د بشري حقونو له فعالانو، د پارلمان له پخوانيو غړو، مدني فعالانو او ورځپاڼه ليکونکو څخه جوړه ده، په خپل ليک کې يې ويلي، چې د دوحې په غونډه کې د افغانستان د ښځو نه ګډون د ښځو، سولې او امنيت په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه‌ليک نقض دی.

ټاکل شوې چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه راتلونکې اونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړه شي.

دې غونډې ته له افغانستان څخه يوازې د طالبانو ډله ور بلل شوې ده.

د افغانستان د مدني ټولنې او د ښځو د استازو پر نه بللو سختې نيوکې شوې دي او د نيوکه کوونکو په اند د ملګرو ملتونو دا کار په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ ته نه پاملرنه او طالبانو ته امتياز ورکول دي.

د ښځو د برابرۍ مدافع شبکې په خپل ليک کې ګوتريش ته ويلي، چې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې او هزاره ټولنه د طالبانو د سياست له بدلون پرته له دې ډلې سره د نړيوالې ټولنې د ډيپلوماټيک تعامل په اړه سخت اندېښمن دي.

دې شبکې له طالبانو سره د ډيپلوماټيکو تعاملاتو د عادي کېدو د مخنيوي غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې نړيواله ټولنه بايد د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د وضعيت له ښه کېدو پرته داسې اقدام ونه کړي چې د طالبانو رژيم ته مشروعيت ورکوي.

د ښځو د برابرۍ مدافعې شبکې ټينګار کړی چې بشري حقونه او د ښځو حقونه بايد له افغانستان سره د نړيوال تعامل يوه اصلي موخه او د ټولو بحثونو اجنډا وي.

دې شبکې ګوتريش ته ويلي، چې بايد ډاډمن شي چې د ښځو او د بشري حقونو د مدافعينو په ګډون د طالبانو د وحشت قربانیان او د څنډې ته کړل شويو ډلو استازي د افغانستان په تړاو په ټولو بحثونو او بهيرونو کې معنادار ګډون لري.

د ښځو د برابرۍ مدافع شبکې غوښتنه کړې، چې پر هزاره وګړو د روانو بريدونو د ارزونې لپاره دې ملګري ملتونه يو څېړنيز ميکانيزم رامنځته کړي.

د دې شبکې په وينا، طالبان د يوې داسې ټولنې په توګه چې له تاريخي پلوه کړول شوي او د طالبانو په رژيم کې په پراخه توګه څنډې ته شړل شوي، له هدفي بريدونو سره مخ دي او د دې بريدونو د مستند کولو او د عاملينو د پوښتنې لپاره يې هيڅ نړیوال ميکانیزم نشته دی.

د ښځينه فعالانو دې ډلې د بشريت پر خلاف د يوه جنايت په توګه د جنسيتي اپارتاید په رسميت پيژندنې غوښتنه هم کړې.

بشري حقونو د فعالانو په اند، د افغانستان د ښځو پر خلاف د طالبانو سياستونه جنسيتي اپارتاید دی. دا فعالان له زيات وخت راهيسې د دې اپارتاید په رسميت پېژندل غواړي.