close

هلمند کې د عشر او زکات پر سر د طالبانو او د جوماتونو د ملا امامانو ناندرۍ

په هیواد کې د کروندګرو، مالدارانو او سوداګرو څخه د عشر او زکات راټولول د طالبانو د تېرې دورې په څیر یو ځل بیا اجباري شوي، چې په ولسوالیو کې له کروندګرو او مالدارانو څخه د فصل د حاصلاتو او د مالونو یوه برخه د عشر او زکات په نوم اخیستل کېږې.

په هلمند کې د عشر او زکات راټولول د ډیرو مخالفتونو سره مخ دي چې د کروندګرو ترڅنګ د جوماتونو د ملا امانانو د نه رضایت سبب ګرځیدلي دي. هلمندیانو تر دې وړاندې په دودیز شکل عشر او زکات د جومات ملا امام ته ورکاوه چې سږ کال دغلته د طالبانو د زراعت او مالدارۍ ریاست له لوري د عشر او زکات په نوم د ادارې جوړیدو سره کروندګر مجبور شوي چې د غنمو د حاصلاتو یوه برخه د طالبانو حکومت ته ورکړي.

د هلمند په ولسوالیو په ځانګړي توګه کليوالو او لېرې پرتو سيمو کې خلک خپل زکاتونه ملا امامانو ته په دې نيت ورکوي، چې دوی ورپسې لمونځونه کوي، خو د طالبانو دا تازه اقدام په دغه ولايت کې د جوماتونو ملا امامان هم سخت اندېښمن کړي او وايي، چې د طالبانوله خوا د دوی له مقديانو څخه د عشر او زکات اخيستنې پر دوی هم اغيزې کړي او مقديان يې د پخوا په څېر زکات او عشر نه ورکوي.

د دې ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د جومات یو تن ملا امام مولوي نعمت الله وایي، چې د مقتدیانو اقتصاد یې کمزوری او د معاش په بدل کې ورته عشر ورکوي، خو په خبره یې چې سږ کال ورته عشر هم نه دی رسیدلی، ځکه چې طالبانو له خلکو په «زور او جبر» د غنمو عشر ټول کړی دی.

نوموړي وویل: «د ولسوالۍ خلک غریب دي، کار او روزګار نه لري، دغه د لاس خواري کوي په کال کې د غنمو او جوارو فصل اخلي هغه چې هم طالبان ورڅخه واخلي دا خلک به خوري څه شي، موږ ته به یې یا لږ یا ډیر غنم راکول ګوزاره مو سره کول، خو طالبان ټاکلې اندازه زکات حتمي ورڅخه غواړي، زکات اصلا په شریعت کې د مسجد د ملا امام حق کېږي، ځکه ټول کال لمونځونه پسې کوي، خو دا کال زموږ یوه کلي ملا ته هم چا زکات نه دی ورکړی.»

هلمند کې د طالبانو دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات د راټولونې په برخه کې د دغه ولایت له مقام څخه په دې برخه کې د مرسته غوښتنه کړې

ورته مهال په دې ولایت کې بیا یو شمیر کروندګر وایي، وروستیو بارانونو یې کښتونه خراب کړي او د تېرو کلونو په پرتله یې د غنمو حاصلات کم، خو د طالبانو له لوري د تیرو کلونو په پرتله ورڅخه زیات عشر اخیستل کېږي.

د ګل محمد په نوم د مارجې ولسوالۍ یو تن کروندګر وایي، د نورو کلونو په پرتله سږني بارانونو د غنمو فصل خراب کړی او حاصلات یې کم وو، خو طالبانو ورڅخه تر اندازې زیات غنم د عشر او زکات په نوم اخیستي.

نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو له لوري د زکات اخیستل د خلکو او د جوماتونو د ملا امامانو ترمنځ جنجال رامنځته کړی چې له یوې خوا د جومات ملا امام خپل حق غواړي او د بلې خوا طالبان په زور عشر او زکات ټولوي او وایي، چې عشر د «امارت» حق دی او د جومات د ملا حق نه جوړیږي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «مخکې به مو چې د غنمو یا جوارو فصل واخیسته، د مسجد د ملا برخه به مو هغه ګړی ورجلا کړه، د بزګر برخه به مو هم ورکړه، موږ ته به یو څه پاتې شول، خو دا کال تر تر ټولو ډیره برخه د ولسوالۍ طالبانو د عشر په نوم راڅخه واخیستله، ویل یې ملایان په دې کي حق نه لري دا د امارت حق کېږي، اوس حیران یو چې ملا ته څه شی ورکړو.»

دغه راز د هلمند د ناوې ولسوالۍ د یو جومات ملا امام مولوي مطیع الله سجادي وايي، چې دوی ته د مقتديانو له خوا د امامت په بدل کې د زکات پرته بل هېڅ هم نه ورکول کېږي، خو اوس چې طالبانو د عشر ټولونې نوې لړۍ پېل کړې دوی له زکات محروم شوي او د سيمې خلکو لخوا ورته ويل شوي چې ستاسې برخه طالبانو وړې.

نوموړي وویل: «په نورو سيمو کې کېدای شي مقتديان خپل د جومات ملا ته د امامت په بدله کې پیسې ورکوي، خو دلته رواج داسی دی چې ټولو ملايانو ته زکات ورکول کېږي، دغه اوس چې کوم د غنمو فصلونه اخیستل شوي او طالبانو د کروندکرو څخه خپل برخه جلا کړې، هېڅ مقتدي خپل ملا امام ته زکات نه دی ورکړی.»

سجادي زیاتوي، چې د ناوې ولسوالۍ یو شمیر ملایان د عشر او زکات د راټولولو په تړاو دغلته د طالبانو ولسوال ته تللي، خو د ولسوال له لوري جواب او ورته ویل شوي چې دا د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده فرمان دی او په مقابل کې یې څوک نافرماني نه شي کولای.

دی وایي، چې د ولسونو غږ نه اوریدل د طالبانو او خلکو ترمنځ فاصله زیاته کړې او د دغه ډلې له مشرانو غواړي چې د تېر په څیر د دوۍ حق ورکړي.

 د جومات دغه ملا امام د خپلو خبرو په دوام وویل، چې د طالبانو له لوري د زکات ټولول د هلمند په اکثره کلیو کې د کروندګرو او د جوماتونو د ملا امامانو ترمنځ جنجالونه راپورته کړي دي.

هغه وویل: «زموږ دوه کلي هاخوا سره کلا کې د کلي د خلکو او د مسجد د ملا امام ترمنځ د عشر او زکات پر سر جنجال شوی، د مسجد ملا امام اوس کډې کولو ته اړ شوی، ځکه مقتدیانو یوه هم زکات نه دی ورکړی، هغوی وایي، چې عشر او زکات طالبانو ورڅخه اخیستی او دوی ته څه نه دي پاتې شوي، پر یوه خروار غنمو لس منه غنم غواړي دلته داسې غریب شته چې دوه جریبه ځمکه یې کرلې، شل منه زکات طالبانو ورڅخه اخیستی اوس نو ملا ته څه شی ورکړي.»

هلمند کې د جوماتونو ملا امامان له طالبانو غوښتنه کوي، چې د جوماتونو اړوند راټول شوی عشر دې دوی ته وسپاري

همدرانګه د هلمند په مارجې، نهرسراج، باباجي، موسی قلعه او نورو ولسوالیو کې هم ورته جنجالونه شوي او زیات شمیر د جومات ملا امامان د غنمو له عشر محروم شوي دي.

مولوي عبدالقدیر (مستعار) چې په مارجې ولسوالۍ کې د یو لوی جومات امامت لري وایي، د باباجي او ناوې ولسوالۍ د یو شمیر ملایانو سره په اتفاق یې غوښتل لښکرګاه ښار ته د اعتراض په بڼه داخل شي، خو د طالبانو استخبارات پرې خبر شوي او ښار ته تر داخلیدو وړاندې یې مخه نیولې، چې له ډلي یې څلور تنه ملا امامان نیول شوي او دوۍ ته ویل شوي چې دا د پورته خوا امر دی که یې څوک مخالفت وکړي سزا ورکول کېږي.

نوموړی زیاتوي، سږ کال په مارجې ولسوالۍ کې د عشر راټولونې لړۍ د نورو کلونو په پرتله چټکه او هغه ډله چې له خلکو څخه عشر ټولوي له زیات جدیت څخه کار اخلي.

هغه وویل: «د خبرې کولو حق څوک نه لري، موږ غوښتل چې خپل اواز تر مشرانو ورسوو، چې زموږ غږ یو څوک واوري، ښار ته نه وو رسیدلي چې د طالبانو استخباراتو ونیولو او زموږ مشران ملایان یې راڅخه بوتلل، دلته ولسوالۍ کې هم چې یو غریب کس غنم نه یي ورکړي دوی بیا بندي کړی او وهلی وي، نظام خو په زور او ظلم نه چلیږي دلته باید د رعایت غږ واوریدل شي.»

هلمند کې یو شمیر نور ملایان هم دوی ته د خپل حق نه رسیدو له امله شکایت کوي او وايي، په زور زیاتي له خلکو څخه عشر ټولول د خلکو او طالبانو ترمنځ اختلافات زیاتوي او د دغه ډلې له مشرانو غواړي چې د دوی غږ دې واوري.

موږ وغوښتل چې په دې تړاو هلمند کې د طالبانو د کرنې او اوبو لګولو ریاست نظر واخلو، خو د زیاتو هڅو سره سره مو ځواب ترلاسه نه کړو.

طالبانو نه یوازې په سویلي ولایتونو کې د عشر او زکات په ټولونې لاس پورې کړې بلکې د هیواد د یو شمیر نورو ولایتونو ترڅنګ ختیځ میشتي شکایت کوي، چې طالبان د نورو کښتونو د عشر ټولونې ترڅنګ اوس د سبزیجاتو عشر هم ټولوي او که څوک انکار وکړي د وهلو ډبولو ترڅنګ ترې په زور عشر اخیستل کېږي.