close

د صرافۍ جواز اخیستو پر سر د طالبانو او صرافانو ناندرۍ؛ صرافان نوي شرایط غیر عادلانه ګڼي

د هلمند او کندهار په ګډون د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو او صرافانو ترمنخ تر هغه وروسته ناندرۍ زیاتې شوي له کله نه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د صرافیو د فعالیت جواز اخیستو لپاره نوي شرایط وړاندې کړي دي.

د طالبانو له لوري د صرافۍ جواز اخیستلو په شرط پاڼه کې ویل شوي، چې هر صراف باید په پلازمینه کابل کې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ، د زونونو په مرکزونو (کندهار، هرات، بلخ، کندز، ننګرهار او پکتیا) کې ۸۰ میلیونه افغانۍ او په نورو ولایتونو کې ۵۰ میلیونه افغانۍ نغدي پانګه ولري او ۱۰ میلیونه افغانۍ نغدي تضمین او معتبر ضمانت وړاندې کړي، که چیرې صرافان معتبر ضمانت وړاندې نه کړي، نو اړ دي چې د زونونو په مرکزونو کې ۲۰ میلیونه او په نورو ولایتونو کې ۱۰ میلیونه افغانۍ د افغانستان بانک ته تضمین ورکړي. د دې ترڅنګ په ولایتونو کې د څانګو پرانیستلو لپاره په میلیونونو افغانۍ بانکي تضمین او پانګه غوښتل شوې، چې صرافان یاد شرایط غیر عادلانه ګڼي او زیاتوي، چې طالبان د دې پرځای چې دوی ته اسانتیا رامنځته کړي ستونزې ورته جوړوي.

هلمند کې د حاجي محمد په نوم یو تن صراف د طالبانو له لوري د جواز اخیستلو لپاره وضع شوي شرایط د دوی له توان پورته ګڼي او وایي، چې یاد شرایط غیرعادلانه او د تطبیق وړ نه دي.

نوموړی زیاتوي، طالبان پرته له دې چې د دوۍ نظر واخلي په زور د دوی دوکانونه تړي او د کاروبار پر وړاندې یې ستونزې جوړوي.

هغه وویل: «طالبان د دې پر ځای چې موږ ته سهولتونه ایجاد کړي، ستونزې جوړوي، زر لکه افغانۍ هلمند کې یو صراف نه لري، دوی یې زموږ څخه نغدې غواړي چې دا غیرې عادلانه طرحه ده او زموږ د کار پر وړاندې خنډ دی.»

هلمند کې صرافان وایي، د صرافۍ جواز اخیستلو لپاره د طالبانو نوي شرایط د تطبیق وړ نه دي

د تیمور په نوم یو بل صراف بیا وویل: «طالبان زموږ دوکانونه په زور تړي، دا طرحه زموږ له توان لوړه ده، موږ نه شو کولای په دغه اندازه نغدې پیسې بانک ته د تضمین لپاره ورکړو ۱۰۰۰ لکه افغانۍ نغدي پیسې هیڅ صراف نه لري، دا زموږ د کار پې وړاندي خنډ دی.»

یو شمیر نور صرافان بیا وایي، چې دوی په تېر جمهوري نظام کې جوازونه اخیستي او بیا ځلي نه شي کولای د افغانستان بانک ته پیسې ورکړي. دوی دغه راز د طالبانو غواړي چې د جوازونو د تمدید موده له درې کلونو څخه پنځه کلونو ته وغځوي.

هلمند کې نه یوازې دا چې د طالبانو او صرافانو ترمنځ د جواز اخیستلو پر سر ناندرۍ روانې دي بلکې د کالدارو په راکړه ورکړه د طالبانو بندیز صرافان تر زندان رسولي او یو شمیر صرافان ادعا کوي چې طالبانو له بیرون خوا دوی پسې دوکانونه تړلي او مشران یې ورته په «بې عزتۍ» زندان ته بیولي دي.

یو صراف د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل: «طالبان زموږ سره داسې چلند کوي لکه د یو ترهګر سره یې چې کوي، ټول مارکیټ نظامي بڼه غوړه کړې وه، صرافانو پسې یې د دوکانونو شیټونه وتړل تر څو خلک ویډیو ونه کړي، د صرافۍ مخته یې د زندان بسونه درولي وو او ټول صرافان یې زندان ته ولیږدول د ورځې تر پایه په زندان کې وو وروسته یې د هر یوه څخه قران او قسم واخیستل چې د کالدارو کاروبار به نه کوي او جوازونه به اخلي، که څوک راضي وو او که نه وو راضي د طالبانو د ویرې قسم واخیست.»

هغه چې د تېر حکومت پر مهال یې د طالبانو سره مالي مرستې کړي، زیاتوي چې طالبانو یې هیڅ لحاظ ونه کړ او په ډیرې بې عزتۍ یې د خپل صرافۍ څخه زندان ته یووړ.

هلمند کې د طالبانو د استخباراتو له لوري په صرافانو پسې دباندې خوا دوکانونه تړل شوي وو. انځور: خواله رسنۍ

د معلوماتو له مخې هلمند کې ۳۵۰ غټې او وړې صرافۍ فعالیت کوي، چې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان په کې په کار بوخت دی. صرافان وایي، که د جواز اخیستلو نوي شرایط تطبیق شي، نو زیات شمیر صرافان به بې کاره او خپله شته سرمایه به بهرنیو هیوادونو ته انتقال کړي.

دوی له طالبانو غواړي چې د جواز اخیستلو په پروسه کې خپل شرطونه نرم کړي او د زور او جبر اخیستلو څخه ډډه وکړي.

ورته مهال هلمند کې د افغانستان بانک لپاره د طالبانو مسوولین یاد شرایط د صرافانو د کار د تنظیم او له افغانستان څخه د پیسو د قاچاق مخنیوي به برخه کې مهم بولي او پر تطبیق یې ټینګار کوي.

دغه راز کندهار کې د اسعارو د سوداګریز مارکېټ صرافان هم له ورته ستونزې شکایت کوي او وایي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک نوي شرایط ټول صرافان نه شي پوره کولای او یوازې د ګوتو په شمیر کسان د جواز اخیستلو توان لري.

د کندهار صرافۍ مارکېټ کې د حبيب الله په نوم صراف وايي، ډير شمېر صرافان چې په کمه پانګه یې خپل کاروبار کاوه  اوس هڅه کوي، چې صرافۍ پریږدي او د ځانانو لپاره نوي کاروبارونه جوړ کړي.

حبيب الله وويل: «زموږ سره په صرافۍ مارکېټ کې په زرګونه خلک اخته دي کار کوي، دا اتلس کاله کېږي موږ دلته فعاليت کوو لس يا شل کسه به د جواز توان ولري مګر دا نور ټوله بې کاره کېږي، ۱۰۰لکه افغانۍ پر يوه جواز اخيستل بيخي ډيرې دي، پخوا درې ميليونه بانکي تضمين و او لس ميليونه سرمايه لرل و، اوس يوازې لس ميليونه پر يوه جواز اخيستل کېږي او سل ميليونه به سرمايه لرې، زموږ غوښتنه داده چې حکومت بايد زموږ غم وخوري، په اوسنيو شرايطو کې که صرافۍ بندې شي يوازې يې صراف ته تاوان نه رسېږي بلکې دا ټول کسان چې دلته اخته دي زیان کوي.»

د کندهار صرافان وایي، صرافانو په سختو حالاتو کې هیواد او خلکو ته لاس ورکړي او طالبان باید ورته ستونزې جوړې نه کړي

د احمدشاه په نوم یو بل صراف وایي، چې صرافانو په سختو شرایط کې د خلکو پانګې په ساتلو سره د هیواد تجارت روان ساتلی او دغه راز یې په استراري حالاتو کې د افغانۍ او نورو بهرنیو کرنسیو په توازن ساتلو کې مهم رول لوبولی، خو اوس ورته ستونزې جوړیږي او دروازې یې تړل کېږي.

نوموړي وویل: «دا چې يو صراف د درې ميليونه افغانۍ تضمين وس نه لري هغه به لس ميليونه افغانۍ بانکي تضمين څنګه ورکړي، صرافان هم رقم رقم ستونزې لري هغه زموږ څخه چا تر اوسه نه دي اورېدلي، بله خبره دا چې دغه پيسې خو يوازې زموږ نه دي دا د خلکو پيسې دي موږ ته يې د يو باور پر برابر امانت راکړي دي، هر صراف خو زر لکه او دوه زره لکه افغانۍ سرمايه نه لري، په ټول مارکېټ کې شل نفره د جواز اخيستلو شرايط پوره کولای شي.»

د حاجي عبدالرحمن په نوم یو بل صراف بیا په دې اړه وويل: «تر بانکو په صرافيو کې د خلکو پيسې ډيري پرتې دي، دا درې کاله د ټول افغانستان کاروبار پر دغه صرافيو کېده، اوسنيو اقتصادي ستونزو او مشکلاتو ته په کتو هيڅ صراف د افغانستان بانک نوې غوښتنې او شرايط نه شي پوره کولای، هغه چې توان يې لري شايد په ټول مارکېټ کې شل يا پنځه ويشت کسه زر لکه يا پنځلس سوه لکه افغانۍ سرمايه ولري په هغو کې هم ډير کسان زړه نه ورته ښه کوي، وايي جواز نه اخلم څه یې کوم، هغه وخت افغانۍ خپل ثبات له لاسه ورکوي، موږ د صرافۍ کولو نړيوال قوانين پر ځان عملي کړي، حکومت بايد پر هغه پخواني شرايطو سره ولاړ شي، داسې صرافان شته چې ټوټل سرمايه یې شل زره ډالره نه کېږي ماسي د خپل اولاد لپاره نفقه برابروي هغه به څه وکړي.»

صرافان وایي، که یې کاروبار سقوط شي ورسره به زرګونه کسان بې کاره شي

د دې ترڅنګ صرافان وایي، که د دوی کاروبار سقوط شي ترڅنک به یې زرګونه هغه کسان هم بې کاره شي، چې د دوی سره په کار بوخت او له دې لارې خپلو کورنیو ته ډوډۍ پیدا کوي.

کندهار کې بل صراف حاجي عتیق الله د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د دوی پانګې ته په کتو دې پر دوی شرایط وضع کړي، ترڅو د افغانیو ارزښت وساتل شي او خلک بې کاره نه شي.

نوموړي وويل: «هر څومره چې شرايط سختېږي هغومره د کوچنيو کاروبارونو د سقوط لامل کېږي اوس مثلا په کندهار کې ۱۰۰۰ يا ۱۲۰۰ صرافۍ دي په دا هره صرافۍ کې چې کم شي پنځه کسان چې ډير شي لس کسان کار کوي، نو باره یې ته خپله ضرب کړه تر شپږ زره کسانو اوړي بيا دا هر کس جلا جلا خپل يو يو فاميل سرپرست دی، نو خو چې د صرافانو اقتصاد سقوط شي داسې فکر وکړه لکه نيم ښار چې ورسره بې کاره شي، پر بانکو به څه حال وي، هغه د پخوا بیروبار به جوړ وي، يعنې د هرې خوا به ولس زيانمن کېږي، حکومت دې د جوازونو پر دا نويو شرايطو د سره بيا غور وکړي.»

ورته مهال کندهار کې د صرافانو د اتحادیې مشر قندي اغا وایي، د افغانستان بانک د صرافۍ د فعالیت جواز اخیستل سخت کړي او هر غوښتونکي باید د ۱۰۰۰ لکه افغانیو سرمایې په درلودلو سره په ۱۰۰ لکه افغانۍ د فعالیت جواز واخلي.

نوموړی زیاتوي، چې کندهار کې ډيری صرافانو نور ټول شرایط پوره کړي، خو په خبره یې چې صرافان نه دومره پانګه لري او نه یې وس رسیږي چې دومره لوړ تضمین ورکړي.

قندي اغا وویل: «دلته زموږ په مملکت کې د کمزورۍ له وجې څخه ولس دومره امادګي نه لري چې دومره ډيرې پيسې ورکړي دغه تقريبا ۱۵لکه ډالرو ته دا سرمايه رسېږي، په افغانستان کې هغه صرافانو چې د دې وس او توان یې درلود هغو دغه جوازونه واخيستل او اوس خپل کار فعاليت پرې کوي هغه چا چې د دې وس او توان نه درلود هغه دغسې پاتې دي د دولت څخه د دې غوښتنه کوو چې موږ ته زموږ د وس مطابق جواز بايد راکول شي چې موږ هم خپل د صرافۍ فعاليت وکړو.»

هغه همدار راز وایي، چې کندهار کې دا مهال ۶۰۰ لوی او ۱۲۰۰ وړې صرافۍ فعالیت کوي، چې له لارې یې شاوخوا ۶۰۰۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو له لوري د صرافۍ جواز اخیستلو لپاره وړاندي شوي شرایط

تېرو څو لسيزو کې پر حکومتي او خصوصي بانکونو بې باوري او عام بازارونو ته د نورو بهرنیو کرنسیو راتګ او پرې راکړه ورکړه د صرافیو ارزښت لوړ کړی او دا مهال ډیری افغانان خپلې پیسې په صرافیو کې ساتي او د تجارت ترڅنګ نږدې ټولې لویې او وړې معاملې له دې لارې ترسره کېږي.