close

د بې جوازه درملتونونو بې برخلیکي او غیر قانوني فعالیت؛ اړتیا ډیره خو طالبانو د نویو جوازونو ورکړه بنده کړې

په کونړ، نورستان او ارزګان کې درمل پلورونکي شکایت کوي، چې طالبان په دغو ولایتونو کې بې جوازه درملتونونو او یا هم نویو جوړېدونکو روغتونونو او درمل پلورنځیو ته د فعالیت جواز نه ورکوي، چې له امله یې د دوی فعالیت غیر قانوني حسابیږي او په ستونزو کې راګیر دي.

د روغتیايي مرکزونو او درمل پلورنځیو مالکان وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغو ولایتونو کې هېڅ روغتیايي مرکز او درمل پلورنځي ته نوی جواز نه دی ورکړل شوی، چې دې چارې غیر مسلکي کسانو ته لار هواره کړې ترڅو په خلکو هر ډول درمل وپلوري.

دوی تور پورې کوي، چې له یوه لوري ورته طالبان جواز نه ورکوي او له بل لوري ترې د جواز د نه لرلو له امله په یوه او بل نوم پیسې اخیستل کېږي.

ډاکټر نعمت الله صافی (مستعار) چې د کونړ په مرکز اسعد آباد ښار کې یې یو روغتیايي مرکز جوړ کړی وايي، د یاد مرکز له جوړېدو یې موخه په کور دننه پانګونه او بې روزګاره روغتیا پالانو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.

نوموړی وایي، چې په میاشتو میاشتو یې د طالبانو عامې روغتیا ته په دې موخه مراجعه کړې، څو د یو روغتیايي مرکز جواز ورکړي؛ خو په خبره یې هغوی یوازې ژمنې ورکړي او د یوه کال په تېرېدو یې لا هم جواز نه دی ورکړی.

نعمت الله صافي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « زه خپله ډاکټر یم، پیسې راسره وې، هسې رانه مصرفېدې، ما وویل چې یو روغتون جوړ کړم، چې هم به راسره ډاکټران، نرسان، قابله ګانې او نور کاري پرسونل مصروف شي او یو څو کسانو ته به د کار زمینه زما له برکته برابره شي، خو طالبانو راته د یو کال په تېرېدو بیا هم جواز رانکړ، ویل یې جواز درکوو، خو دوی بېخي جوازونه بند کړي، چې د جواز د نه لرلو له کبله راته وخت ناوخت زیات مشکلات هم جوړوي.»

له دې سره په کونړ کې یو شمېر درمل پلورونکي وايي، نه یوازې دا چې طالبان ورته جوازونه نه ورکوي، بلکې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې له یو شمېر درمل پلورنځیو جوازونه هم اخېستي دي.

دوی وايي، ځېنې وخت خو د جواز نشتوالي له امله یو شمېر درمل پلورونکي تړلي شوي هم دي، چې بیا یې د جور جاړي پر اساس بېرته پرانیزي.

د کونړ په مرکز اسعد آباد ښار کې درمل پلورونکی شبیر احمد (مستعار) وویل: «کونړ کې د صحت عامې ریاست کسان له درملتونونو او کلینیکونو د جواز د نه لرلو له امله باج اخلي، نه چاته جواز ورکوي، نه د درملتونونو خاوندانو ته پخواني جوازونه تمدیدوي، خو بیا راشي په یوه او بل نوم له درملتونونو پیسې اخلي او که څوک ورته پیسې ورنه کړي وهل ډبول هم ورکوي او درملتونونه یې هم درې ورځې مهرلاک کېږي.»

د کونړ په مرکز اسعد آباد ښار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست له لوري له درمل پلورنځیو څار. انځور: خواله رسنۍ

په ورته مهال د نورستان په مرکز پارون او لېرې پرتو ولسوالیو کې هم د روغتیايي مرکزونو او درملتونونو کاروباریان شکایت کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته جواز نه ورکول کېږي، چې د دوی کار روزګار یې له ستونزو سره مخ کړی.

دوی د طالبانو له عامې روغتیا وزارت غوښتنه کوي، چې د روغتیايي سکتور د ودې او پیاوړتیا لپاره د جواز ورکړې ترڅنګ دوی ته نورې آسانتیاوې برابرې کړي.

د نورستان په مرکز پارون کې درمل پلورونکی قیس احمد (مستعار) له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ تل کوشش کړی، چې د ښه کیفیت دوا راوړو، غیر معیاري کار ونه کړو او له طالبانو هم دا هیله لرو، چې پر درملتونونو او کلینیکونو نظارت وکړي، خو غوښتنه مو دا ده، چې جواز ورکړي، که د جواز لپاره شرایط هم سخت کړي پروا نه لري، خو باید جواز ورکړل شي، دوی بېخي د جواز ورکړه بنده کړې، چې دا کار مشکلات لا زیاتوي.»

موږ هڅه وکړه، چې په کونړ او نورستان کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو او درمل پلورنځیو د مسوولینو د شکایتونو او ستونزو په تړاو په دغو ولایتونو کې د طالبانو د روغتيايي چارواکو نظرونه هم واخلو، خو له پرلپسې هلو ځلو وروسته بیا هم د هغوی پر نظر اخېستو ونه توانېدو.

دغه راز ارزګان کې هم درمل پلورونکي د جوازونو د بندې پروسې څخه شکايت کوي او وايي، چې يادې چارې زيات شمير درمل پلورونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.

په دې ولايت کې د محب الله په نوم د یو درمل پلورنځي مالک وايي، چې د جوازونو د پروسې بنديدو له امله ډير درملتون لرونکي کسان اړ شوي چې په خپلو منځونو کې يو پر بل په لوړه بیه جوازونه وپلوري.

هغه چې خپله يې هم څه موده وړانې په ۵۰۰ زره افغانۍ جواز اخيستی وايي، چې دې چارې خلک سخت ستړي کړي او غوښتنه کوي چې باید درملتونونو ته د جوازو ورکولو لړۍ پېل شي.

نوموړي وویل: «موږ په همدې برخه کې زده کړې کړې دي فارمسي مو لوستې، خو اوس چې هر کس درملتون جوړوي ورته ويل کېږي چې د جواز پرته اجازه نه درکوو.»

په دې ولايت کې عام خلک بیا وایي، چې د جوازونو پرته دغلته د درملتونونو فعالیت ستونزې جوړي کړي او د طالب مسوولينو غواړي چې ياده ستونزه حل کړي.

د سيد کريم په نوم د ارزګان يو اوسيدونکی وايي، چې د جوازونو د نشتون له امله دا مهال په ډيرو درملتونونو کې غيرې مسلکي کسان کار کوي چې له امله يې خلک  د روغتيايي ستونزو سره مخ شوي

نوموړی وویل: «يو څوک چې درملتون لري هغه کس باید د فارمسي څخه فارغ وي، خو اوس چې جوازونه نشته ټول درملتونونه په غيرې قانوني ډول فعاليت ترسره کوي او په زياتو درملتونونو کې غيرې مسلکي کسان ناست وي او خلکو ته درمل ورکوي کله چې اوسنيو درملتونونو ته جوازونه جوړ شي د غيرې مسلکي کسانو به هم مخه ونيول شي.»

ارزګان کې د ۲۱۳ درملتونونو له جملې څخه یوازې ۷۰ یې جوازونه لري

بلخوا ارزګان کې د طالبانو د عامې روغتيا ریاست مسوولين وايي، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۱۳ درملتونونو له جملې څخه یوازې ۷۰ یې جوازونه لري او پاتې نور په غیرقانوني توګه فعالیت کوي.

د اروزګان د عامې روغتیا په ریاست کې د طالبانو د قوانینو ارزونې مدیر او د روغتیایي خدمتونو د څار کمېټې غړي سردارمحمد وايي، چې د ولايت په سطحه جواز لرونکي درملتونونه کم دي او په وینا يې چې دوی د خلکو  اړتيا ته  په کتو اړ شوي ترڅو هغه درملتونونو ته هم د فعالیت اجازه ورکړي چې جوازونه نه لري.

نوموړی زیاتوي، چې تازه يې هڅې پېل کړي ترڅو ټول هغه درملتونونه او روغتیایي مرکزونه وتړي چې جوازونه نه لري، خو د نویو جوازونو د ورکړې په اړه یې څه ونه ویل.

ورته مهاال ارزګان ولايت کې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې امر ډاکټر عارف الله عابد وایي، هغو درملتونونو ته د کار اجازه نه ورکوي او مکلف دي چې د فعالیت جوازونه جوړ کړي.

نوموړی زیاتوي، چې دوی د درملتون لرونکو یادې ستونزې د مرکزې ادارې سره شريکې کړي او هېله لري چې ژر تر ژره په ټول افغانستان کې درملتونونو ته د جوازونو ورکړه پېل شي.

هغه وویل: « داسې درملتونونه شته چې نه جواز لري او نه مسلکي کسان موږ د ډيرو درملتونونو څخه بي کفيته توکي هم راټول کړي اوس مهال زموږ په ارزګان ولايت کې ۶۰ سلنه درملتونه جوازونه نه  لري.»

لا تر اوسه معلومه نه ده، چې د طالبانو د روغتیا وزارت له لوري د کوم لامل پر بنسټ نویو روغتیايي مرکزونو او درمل پلورنځیو ته د فعالیت جواز نه ورکول کېږي.

باور دا دی، چې طالبان په افغانستان کې د خصوصي سکتور د ودې پرځای د مالیې، ټکس او پر یو شمېر نورو پلمو د خصوصي سکتور د فلجولو هڅې کوي، چې دغه چاره په هېواد کې د اقتصادي رکود په برخه کې منفي اغېز درلودلی شي او غوښتنې دا دي، چې طالبان دې له دې چارې ډډه وکړي.