close
@FilippoGrandi on X

فیلیپو ګرانډي په پاکستان کې د افغان کډوالو په تړاو له شهباز شريف سره خبرې کړې دي

اطلاعات روز: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميسار فيليپو ګرانډي وايي چې پاکستان ته د سفر پر مهال يې د پاکستان د لومړي وزير شهبار شريف په شمول د دې هيواد له چارواکو سره په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.

ده نن سهار (سې‌شنبه، ۱۹ د چنګاښ) پر ايکس ليکلي چې د پاکستان له لومړي وزير سره يې د خبرو-اترو محور د نړيوالې ټولنې په مرسته د افغان کډوالو وضعيت ته د رسيدنې لپاره د عادلانه او پايداره حللارو موندل و.

فيليپو ګرانډي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار سره هم د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې فيليپو ګرانډي په بېلابېلو برخو کې له ننګونو سره-سره د افغان کډوالو د کوربتوب له وجې د پاکستان د مېلمه پالنې او سخاوت درناوی کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، فيليپو ګرانډي او اسحاق ډار د افغان کډوالو د خوندي او ابرومندانه ستنونې په تړاو پر همکارۍ او اوږدمهالو پايداره حللارو بحث کړی دی.

پاکستان له کلونو راهيسې د څو ميليون افغان کډوالو کوربه دی.

پاکستاني دولت د تېر ميلادي کال پر مهال اعلان وکړ چې د امنيتي دلايلو له وجې بې اسنادو افغان کډوال شړي.

د روان ميلادي کال په لومړيو کې د پاکستان دولت اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ايستلو دويمه مرحله يې پيل کړې او په دې مرحله کې د پيژندنې د کارت لرونکي هم شړل کېږي.

اوس مهال له پاکستان څخه د کډوالو د راتګ بهير روان دی. دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د فقر او بې‌کارۍ کړکېچ پر پراخېدو دی.