د ارزګان خلک شکایت کوي، چې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د تم ځایونو نشتون له کبله خلک خپل موټر د سړک پر سر دروي چې دې چارې بې نظمي او ګڼه ګوڼه زیاته کړې ده.
خلک زیاتوي، چې له یوې خوا د ترینکوټ ښار کوچنی او له بلې خوا د ښار د هتۍ والو او له نورو سیمو راغلي وسایط پر عمومي سړکونو دریږي، چې له امله یې د ښار ساحه نوره هم تنګه او د تګ راتګ عمومي سړکونه تړلي وي.
د دې ولايت يو اوسيدونکی نجيب الله ارماني وايي، چې د ښار په جادو کې د نقلیه وسايطو دريدل د يوې خوا څخه ښاري ساحه تنګه کړي او د بلې خوا خلک نه شي کولای په اسانۍ له دغه لارې تیر شي.
هغه وویل: «د يوې خوا څخه د وطن څخه موټر راشي دلته ودريږي او د بلې خوا د ښار دوکانداران هم خپل موټر د سړکونو پر غاړو دروي ټول ښار بند وي هغه عمومي سړکونه چې باید ورباندې موټر تېر شي هغه د دغه نقلیه وسایطو له امله تړلې وي په ښار کې بیا ګڼه ګوڼه هم زياته وي لارې هم بندې وي ترافيکي پيښې هم رامنځته کېږي.»
د ارزګان ولايت يو بل اوسيدونکي امين الله هم د ښار د جادو له بنديدو او د ګڼې ګوڼې شکايت کوي او وايي چې په ښار کې د تم ځایونو نشتون له کبله بې نظمې زیاته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، که د ښار په بېلابېلو برخو کې تم ځايونه جوړ شي، نو په دې کار سره به د بې نظمي د مخنیوي ترڅنګ ترافیکي پیښې هم کمې شي.
امین الله وویل: «هره ورځ دښار ټولې جادې بندې وي مرکزې څلور لارې ته چې نږدې ورشې ګڼه ګوڼه ډيره زياته وي د وطن خلک چې موټر راولي د سړک پر غاړه يې ترهغو درولي وي ترڅو چې خپل کار په بازار کې خلاصوي ښاريان هم همدغه ډول کوي تر هغو يې موټرونه د سړک پر غاړه وي ترڅو چې د دوی کار خلاصيږي خلک په ډيرو ستونزو کې دي باید دلته په هره سيمه کې د موټرو د دريدو تم ځايونه جوړ شي هم به ښار منظم شي هم به ښاريان ارام شي.»
د حبیب الله په نوم د ترينکوټ ښار يو تن هټۍ وال چې هره ورځ خپل موټر د سړک پر غاړه دروي وايي، چې په ښار کې د وسايطو د تم ځايونو نشتون د دې لامل شوی چې ښار ته راغلي خلک خپل نقلیه وسايط د ښار پر جادو ودروي.
نوموړی زیاتوي، چې که حکومت د ښار په داسې ځايونو کې تم ځايونه جوړ کړي چې ورته لاس رسی اسانه وي ټول خلک به په همدغه تم ځايونو کې خپله وسايط دروي.
هغه وویل: «په ښار کې تم ځايونه نشته، په ټول ښار کې د خلکو د موټرو لپاره يو پارګينګ موجود دی چې هغه هم د غټو موټرو لپاره دی نور په ټول ولايت کې داسې تم ځای نشته چې موږ دې هلته خپله نقلیه وسایط په کې تم کړو باید حکومت دغې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي ترڅو بي نظمي په ښار کې ختمه شي.»
ورته مهال ارزګان کې د طالبانو مسوولین هم یاده ستونزه مني او وایي، چې ډیر ژر به په دې برخه کې لاس په کار شي.
د ترينکوت ښاروالۍ لپاره د طالبانو یو تن مسوول خالقداد امنیتي وایي، چې دوی له وړاندې هم د دې ستونزې حل ته پام و او په خبره يې چې ډير ژر به د ښار په مختلفو سيمو کې د ښارې بې نظميو د مخنيوي لپاره تم ځایونه جوړ کړي.
هغه وویل: «رښتيا هم دغه ستونزه شته موږ له وړاندې دغه ستونزه په نظر کې نيولې وه او پلان لرو چې په راتلونکي کال کې ان شاالله د ښار په بېلابېلو برخو کې د نقلیه وسايطو لپاره تم ځايونه جوړ کړو ترڅو هم د خلکو ستونزې حل شي او هم په ښار کې د بي نظميو مخه ونيول شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ارزګانیانو شکایت کاوه چې د ترینکوټ ښار په پخوانۍ نقشه جوړ او د نفوس زیاتوالي سره دغلته ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.
دوی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوله، چې د دغې ستونزې د حل لپاره دې خلکو او تجارانو ته اجازه ورکړي ترڅو په ښار کې نوې ودانۍ او مارکیټونه جوړ کړي.