close
انځور: خواله رسنۍ

کونړ او نورستان کې د مرستندویه بنسټونو په مالي ملاتړ جوړ شوي روغتیایي مرکزونه تړل شوي

کونړ او نورستان کې ځايي خلک شکایت کوي، چې د طالبانو د بندیزونو او نه پاملرنې له کبله په دغو ولایتونو کې د بهرنیو مرستندویه بنسټونو په مالي ملاتړ جوړ شوي سیمه ییز روغتونونه تړل شوي دي.

ځايي خلک وايي، د دغو روغتیایي مرکزونو له تړل کېدو وروسته له جدي ننګونو سره مخ شوي او تور پورې کوي، چې طالبانو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ مسوولانه ګام نه دی پورته کړی.

د کونړ او نورستان اوسېدونکي د طالبانو له حکومت او نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې په روغتیايي برخه کې دې د خلکو د ستونزو حل لپاره بېړني اقدامات وکړي.

د کونړ د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د «سهېل تنګي» سیمې اوسېدونکي وايي، چې له تېرو درېو میاشتو راهیسې د یادې سیمې روغتیايي مرکز د امکاناتو د نشتوالي له امله تړل شوی او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، دا روغتیايي مرکز نږدې دوه نیم کاله وړاندې د (World) په نوم د یوې بهرنۍ مرستندویه موسېسې په مالي لګښت جوړ شوی و، چې اوس د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله یې خدمتونه په ټپه درولي دي.

د نور ګل ولسوالۍ د سهېل تنګي سیمې قومي مشر سلام خان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د مزار درې په سهېل تنګي کې شاوخوا لس زره کورنۍ ژوند کوي، دا یوه غرنۍ سیمه ده، دلته پخوا هېڅ روغتیايي مرکز نه و، دوه نیم کاله وړاندې راته یوې خارجي موسېسې یو کلینیک جوړ کړ؛ خو دا درې میاشتې کېږي، چې دا کلینیک بند شوی او خدمات یې نشته، پوښتنه مو چې وکړه وايي، امکانات یې نشته ځکه تړل شوی، چې له دې سره زمونږ خلک له سختو مشکلاتو سره مخ دي.»

د کونړ د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د سهېل تنګي ځايي اوسېدونکي چې د روغتیايي مرکز د تړل کېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي. انځور: خواله رسنۍ

د سیمې خلک وايي، د یاد روغتیايي مرکز تړل کېدو وروسته اړ دي، چې په خرابو او کږلېچنو لارو د نورګل ولسوالۍ مرکزي روغتون او اسعد اباد ښار ته خپل ناروغان ولېږدوي، خو په خبره یې د لارو د خرابوالي له امله یې ناروغان کله نا کله روغتون ته پر لار مړه او یا هم له خپل اصلي حالت څو برابره خراب روغتيايي حالت کې تر روغتون رسیږي.

دوی غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې د سهېل تنګي روغتیايي مرکز د بیا فعالولو لپاره لاس پکار شي، ترڅو خلک له روغتيايي پلوه له اسانتیاوو برخمن شي.

د سهېل تنګي بل اوسېدونکي نصرت الله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «حکومت [طالبان] او موسېسات باید زمونږ دا کلینیک بېرته فعال کړي، دوا، نارینه او ښځینه ډاکټران په کې موظف کړي، امبولانس هم باید ورکړل شي؛ ځکه دلته ډېر خلک اوسېږي، ټول غریب خلک دي او په شخصي کلینیکونو کې د تداوۍ وس نه لري.»

د کونړ ولایتي روغتون، چې د لېرې پرتو ولسوالیو ځايي خلک د روغتیايي مرکزونو د نشتوالي له امله اړ دي، ولایتي روغتون ته مراجعه وکړي. انځور: خواله رسنۍ

په همدې حال کې د کونړ د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس قاري مظفر خان مخلص د سهېل تنګي د روغتیايي مرکز د تړل کېدو له امله د ځايي خلکو ستونزه مني او ژمنه کوي، چې د یاد روغتیايي مرکز د بېرته فعالېدو لپاره هڅې کوي.

نوموړی وايي، دغه روغتیايي مرکز له (World) موسسې سره د شوي قرارداد د پای ته رسېدو له امله تړل شوی او هڅه کوي، چې بله مرستندویه موسېسه جلب او پر مالي ملاتړ یې یاد روغتیايي مرکز بېرته فعال کړي.

نوموړي وویل: « د سهېل تنګي کلینیک ته په میاشت کې شاوخوا ۱۸۰۰ ناروغانو مراجعه کوله او تداوي یې کېدله، هره میاشت به د شلو په شاوخوا کې ولادتونه هم کېدل، د دغه کلینیک ټول وسایل فعال او پرسونل پر خپل ځای دی، خو یوازې مالي ملاتړ او درملو ته یې ضرورت دی.»

بل لور ته د نورستان د برګمټال ولسوالۍ په اټټي سیمه کې هم ځايي خلک شکایت کوي، چې د یوې بهرنۍ موسېسې له لوري جوړ شوی روغتیايي مرکز غیر فعال شوی، چې له امله یې ځايي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

د سیمې اوسېدونکی محمد عالم وايي، چې د یاد روغتیايي مرکز له غیر فعالېدو وروسته سلګونه کورنۍ له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي او غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې دې د طالبانو عامې روغتیا وزارت او مرستندویه ادارې کوټلي ګامونه پورته کړي.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «شاوخوا شپږ میاشتې کېږي، چې زمونږ کلینیک بند شوی او شاوخوا ۱۲ سوه کورنۍ له صحي خدمتونو محرومې دي، دا کلینیک په یو کور کې فعال و او کور والا ته یې کرایه ورکوله، د ولسوالۍ مرکزي کلینیک ته لاره ډېره ده او خلک نه شي کولی، چې هلته لاړ شي، زمونږ غوښتنه دا ده، چې دغه کلینیک بېرته فعال شي.»

د نورستان ولایتي روغتون چې د لېرې پرتو ولسوالیو سربېره یاد روغتون د اسانتیاوو په برخه کې له کمښت سره مخ دی. انځور: خواله رسنۍ

موږ هڅه وکړه، چې په دې تړاو نورستان کې د طالبانو د روغتیا ریاست نظر هم ولرو، خو له پر له پسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.

وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې په بشپړ ډول نظامي واک ترلاسه کړی او د نړۍ والو مرستندویه بنسټونو پر فعالیتونو یې بندیزونه لګولي ګڼو بهرنیو مرستندویه ادارو خپل فعالیتونه محدود او بند کړي.

عام خلک بیا طالبان ګرم بولي، چې د مرستندویه ادارو پر وړاندې یې د شخصي عقدو پر بنسټ پرېکړې کړي، چې ټول زیان یې ولسي وګړو ته رسېږي، چې له امله یې ولسي خلک له بې کارۍ، فقر او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.