اطلاعات روز: په کندهار کې د پوليو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې مسوولين وايي، چې سږ کال په سویلي زون کې د پوليو اووه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې څلور يې په کندهار کې دي.
دغه شمیرې په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر په سويلي زون کې د پولیو د له منځه وړلو کمپاین د استازي ډاکټر صدیق الله پتیال په حواله خپرې کړې دي.
هغه دا نه ده روښانه کړې چې د پولیو له اوو مثبتو پېښو څخه درې نورې یې په کومو ولایتونو کې ثبت شوي دي.
په کندهار کې د پوليو د څلورو مثبتو پېښو له جملې څخه دوه يې په دې وروستيو کې د دغه ولايت په شاوليکوټ او ارغستان ولسواليو کې ثبت شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په شاوليکوټ ولسوالۍ کې يو پنځه کلن ماشوم او په ارغستان ولسوالۍ کې يو بل څلور نيم کلن ماشوم د پوليو په ناروغۍ اخته شوي دي.
ویل کېږي چې د دغو ماشومانو کورنۍ له پاکستانه راستانه شوې وې.
څه موده وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړ و، چې روان زیږیدیز کال په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هیواد کې د پولیو د مثبتو پیښو ټول شمیر نه دی معلوم شوی.
تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې ټولې یې په ننګرهار ولایت کې وې.
تېره ورځ بیا د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پېل شو.
د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه کمپاین په ترڅ کې به په دغه ولایت کې ۶۰۰زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او په زون کې تر دوو میلیونو ډېر ماشومان واکسین شي.
دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو کچه په کې صفر ته نه ده رسیدلې.
په افغانستان کې پخوا طالبانو په کلیو کې د واکسین د تطبیق مخه نیوله. په افغانستان کې د دغې ډلې له واکمنۍ وروسته د پوليو د برخې د روغتيايي کارکوونکو پر وړاندې ګواښونه دوام لري او په بريدونو کې يو شمېر کارکوونکي وژل شوي دي.